د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

افغانستان

د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د افغانستان بانک غواړي چې نن ۱۶ میلیونه ډالر لیلام کړي.

دغه بانک د دې ډالرو د لیلام خبر پرون په ټویټر کې خپور کړ.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتې دي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک تېره اونۍ هم ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړل.

دغه بانک د دې لپاره بازار ته ډالر د لیلام لپاره عرضه کوي چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

د کابل په شهزاده سرای کې پرون د بازارونو د تړلو تر وخت پورې یو امریکایي ډالر په نهه اتیا افغانیو او شپېتو پولو تبادله شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: د فاریاب په کوهستان کې سېلابونو ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په فاریاب کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.
په فاریاب کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو چارواکو تایید کړې چې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۴کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا سېلابونه تازه د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش ښار کې راوتلي دي.

باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي نن په فاریاب کې د سېلونو له امله د مرګ‌ژوبلو شمېرې خپرې کړي دي.

فاریاب د افغانستان له هغو ولایتونو چې سېلونو پکې تېر یوه میاشت کې ډېر ورانی کړی او لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله رسولې ده.

اخوا د هوا پېژندنې ادارې بیا هم په یو شمېر ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د کندهار یوه فابریکه کې اور لګېدنه؛ چارواکي: انساني تلفات نه لري

ارشیف
ارشیف

د راپورونو له مخې نن د کندهار په یوه فابریکه کې اور ولګېد چې د چارواکو په وینا انساني تلفات نه لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د نل‌لیکو د جوړولو په یوه فابریکه کې د برښنا د شارټي په نتیجه کې وشوه.

په بیان کې راغلي چې د اور وژنې ځواک دا اور مړ کړی، خو په پېښه کې مالي زیانونه اوښتي دي.

په افغانستان کې عموماً د برښنا د شارټۍ او د خوندیتوب د اصولو د نه رعایت له کبله وخت ناوخت اور پېښې رامنځته کېږي.

ویسټ: ترکي چارواکو سره مې د امنیتي مسایلو او افغانانو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، انقرې ته د تېرو دوو ورځو سفر پرمهال یې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې له مشر سره په کتنه کې یې د امنیتي مسایلو او د افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

ښاغلي ویسټ نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې له سیرکان کایالر سره یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د هڅو د همغږۍ، د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلونو له زیانمنو خلکو سره د مرستو او د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ پر مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي ویسټ همداراز لیکلي دي چې په دې کتنه کې یې د افغانستان د کلتوري ساتنې، بېړنیو مرستو او له روزنیزو پروژو څخه د ترکیې د ملاتړ په اړه معلومات ترلاسه کړل.

ښاغلي ویسټ له دې مخکې په دوحه کې له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړوند د دوحې د راروانې غونډې په اړه خبرې کړې وې.

ایران:له افغانستان څخه مو سږکال ۳۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي

کمال خان بند - ارشیف
کمال خان بند - ارشیف

ایران وایي، سږکال یې له افغانستان څخه درې سوه میلیونه متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پرون ایراني رسنیو ته وویل چې د افغان لورې د ژمنو له مخې هیله من دی چې د کال تر پایه به ایران خپله برخه ټولې اوبه ترلاسه کړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ظاهر شاه د پاچاهۍ په وروستي کال د اوبو تړون شوی و چې له مخې یې کابل ژمنه کړې ده چې هرکال به ایران ته اته سوه شل میلیونه متره مکعب اوبه ورکوي، خو په دې تړون کې دا هم ویل شوې دي چې د وچکالۍ په کلونو کې افغان لوری دا ژمنه نه شي پوره کولی.

کاظمي قُمي ویلي دي چې پروسږکال د کمال خان بند د دروازو ترمیم او سیستان ته د اوبو د پرېښودلو په پایله کې ایران ته سږکال تر اوسه درې سوه میلیونه متره مکعبه اوبه رسیدلي دي.

سوداګرۍ خونه: له یوې میاشتې راهیسې افغانستان ته د الوتکو تېل نه دي وارد شوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی چې یوه میاشت کېږي، د ځینو ستونزو له کبله دغه هېواد ته د الوتکو تېل یا (T1) نه دي وارد شوي.

د افغانستان ځینو رسنیو پرون جمعه د دغې خونې د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې ترکمنستان ته د دغو تېلو پیسې هم تادیه شوي، خو بیا هم دغه هېواد افغانستان ته د الوتکو د اړتیا وړ دغه تېل نه دي صادر کړي.

افغانستان د الوتکو اړتیا وړ تېل له ترکمنستان او نورو ګاونډیو هېوادونو واردوي چې کله ناکله په کې ځنډ او خنډ راځي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي دغه ستونزه ارزوي او د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې دا موضوع وڅېړي.

دغه وزارت په دې باب څرګندونې نه دي کړي.

طالبانو د دوحې غونډې په اړه قطري پلاوي ته خپل شرطونه په ډاګه کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي - ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي - ارشیف

د طالبانو حکومت وايي، دوی د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د دوحې د درېمیې غونډې په اړه خپل شرطونه په ډاګه کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي پرون کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې پر موضوع خبرې وکړې.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنج شنبې په ورځ د طالبانو د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په را روانه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې دویمه غونډه د روان کال په فبرورۍ کې د طالبانو له حضور پرته ترسره شوه.

ازبکستاني متخصصانو د پنجشېر د کانونو د استخراج سروې پيل کړه

د پنجشېر ولایت یوه څنډه
د پنجشېر ولایت یوه څنډه

د طالبانو چارواکي وایي، په پنجشېر کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو د استخراج لپاره د ازبکستان د متخصصانو یوې ډله د پریانو په ولسوالي کې سروې کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پرون خبر ورکړ چې د ازبکستان د متخصصانو ډله د افغانستان د جیولوجیکي سروې د انجنیرانو او د منرالونو د پېژندونکو له ټیم سره پنجشېر ته تللې وه.

له نژدې درېیو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی، له یوشمېر چینایي او نورو شرکتونو سره یې د کانونو په برخه کې د میلیارډونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړې دي .

دا په داسې حال کې چې حکومت یې هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

ایران افغان سېلاب ځپلیو ته مرسته ولېږله

ارشیف
ارشیف

له سېلاب ځپلیو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېده.

د ایران مهر اژانس د دغه هیواد د سرې میاشتې په وینا خبر ورکړی دی چې بشري مرسته یې له افغانانو سره کړې ده.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په بلخ کې وویل چې په یوه الوتکه کې خوراکي مواد، درمل، خېمې، کمپلې، چپرکټ او فرشونه د پنجشنبې په ورځ مزارشریف ته ورسېدل.

په بغلان، غور او فاریاب کې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې سېلونو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او مالي زیانونه یې خلکو ته رسولي دي.

سېلابونو د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو لېږد ستونزمن کړی

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړکړي چې د خوراکي موادو انتقال یې ستونزمن کړی دی.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي، سخت کوښښ کوي چې مرستې اړو سیمو ته ورسوي.

دې پروګرام ویلي چې تراوسه یې نژدې شل زره سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستې رسولې دي.

د افغانستان د بغلان، غور او فاریاب په ګډون یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د ویجاړونکو سېلابونو شاهد و.

دغو سېلونو خلکو ته له مالي زیانونو سربیره په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملګرو ملتونو یو چارواکی: نړیوال دې خپل هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو سره مرسته وکړي

له پاکستانه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان په خېمو کې ژوند کوي - ارشیف
له پاکستانه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان په خېمو کې ژوند کوي - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتویت له نړیوالو وغوښتل چې افغانستان ته له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره زیاتې مرستې وکړي ځکه د هغه په وینا کوربنه ټولنې نه شي کولای او نه هم دا ظرفیتونه لري چې له بهرنۍ مرستې پرته د نو راستنیو شویو کوربه توب وکړي.

نوموړې دغه غوښتنه تورخم ته د سفر په ترڅ کې په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون پنجشنبې د ملګرو ملتونو د بشري مرستونو د همغږۍ ادارې، اوچا په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، کړې ده.

هغه ویلي چې د تېرکال له نومبر میاشتې راهیسې تراوسه نیم ملیون افغان کډوال له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي او زیاته کړې یې ده چې دوی له تورخم نه نیولې ترخپلو اصلي مېنو یا نورو ځایونو پورې د تلو او هلته ترمېشتیدو پورې په ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزرات په وینا، د چهارشنبې په ورځ له درې نیم زره زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه یا په زوره بیرته خپل هېواد ته را ستانه شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG