د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

پاکستان کې بد اقتصادي وضعيت؛ د کلدارو او ونډو ارزښت ټيټ شوی


پاکستانۍ کلداره د ډالر په مقابل کې تر بل هر وخت بې‌ارزښته شوې ده
پاکستانۍ کلداره د ډالر په مقابل کې تر بل هر وخت بې‌ارزښته شوې ده

په داسې حال کې چې د پاکستان د ونډو او پیسو ارزښت مخ په ښکته کېدو دی، د دغه هېواد مرکزي بانک تمه کوي چې راتلونکې اوونۍ به له بهره پاکستان ته ډالر ورسیږي او نه یوازې د روپیو د ارزښت د کمېدو مخه به ونیول شي بلکې د وارداتو لپاره به د ډالرو د کموالي ستونزه حل شي.

د سه‌شنبې په ورځ د پاکستان د ونډو ارزښت ۱۳۸۸ پواینټه ولوېد او ورسره جوخت د نورو اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم ټیټ شو.

شنونکي وايي، د زیاتو پورونو ترڅنګ سیاسي بې‌ثباتۍ د پاکستان اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړی دی.

ویل کېږي چې د پاکستان د بودجې ډېره برخه پر پوځي چارو لګول کېږي.

خبریال او شنونکی شمیم شاهد پر دې سربېره پوځ ته د ډېرې بودجې د اختصاص کېدو یادونه هم کوي.

ویل کېږي چې د پاکستان د بوديجې ډېره برخه پر پوځي چارو لګول کېږي.

د پنجاب ایالتي جرګه یا صوبايي اسمبلي منحل شوې او د خیبر پښتونخوا د ایالتي جرګې د ماتېدو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان د ونډو ارزښت له دوو میاشتو راهیسې مخ په ځوړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو له نړیوال صندوق یا آی‌ایم‌ایف سره د پور په اړه د پاکستان د مالیې وزارت خبرې ځنډېدلي او ګومان نه کېږي چې په راتلونکې فبرورۍ کې هم وشي.

د پاکستان د ونډو ارزښت له دوو میاشتو راهیسې مخ په ځوړ دی.
د پاکستان د ونډو ارزښت له دوو میاشتو راهیسې مخ په ځوړ دی.

د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو پر اساس، اوس د دغه هېواد اسعاري زېرمه څلور اعشاریه ۳ میلیارد ډالره ده چې دا په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو کمه اندازه ده.

سره له‌دې چې ډېری پاکستاني اقتصادپوهان اندېښنه ښېي چې هېواد یې د اقتصادي سقوط لور ته روان دی، د دغه هېواد د مالیې وزیر اسحاق ډار وايي چې پاکستان به دېوالیه نه‌شي.

د پاکستان د مرکزي بانک رئیس جمیل احمد د چهارشنبې په ورځ د خپل هېواد د سوداګرۍ خونو غړیو ته په وینا کې ومنله چې د هېواد اسعاري زېرمې یې خورا کمې شوي خو ځینې پلانونه لري چې دا ستونزه تر یوه حده کمه کړي.

ده وویل، د دې لپاره چې د پیسو نړیوال صندوق او دوستو هېوادونو ډالري مرستې ونه کړې، د پاکستان اسعاري زېرمه څه باندې ۴ میلیارد ډالرو ته راښکته شوه.

د ده په وینا دا له ۲۰۱۴ راوروسته د پاکستان تر ټولو کمه اسعاري زېرمه ده.

XS
SM
MD
LG