د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ژنیو کنفرانس کې پاکستان د څو میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کوي


د عکس ښي لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او چپ لور ته د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د عکس ښي لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او چپ لور ته د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

پاکستان نن د مرستندویو هېوادونو او ټولنو په یوه نړیوال کنفرانس کې د څو میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کوي.

په ژنیو کې دا یو ورځنی کنفرانس د پاکستان او ملګروملتونو په ګډ نوښت رابلل شوی او په ترڅ کې یې مرستندوی هېوادونه او نړیوالې موسسې هڅول کېږي چې د رغونې د یوه اوږدمهالي پروګرام په اساس له پاکستان سره مالي مرستې وکړي.

په دې کنفرانس کې له شاوخوا څلوېښتو هېوادونو څخه نږدې ۴۵۰ استازو د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې.

د نړیوال بانک او د څو پرمختیايي بانکونو استازي هم په دې غونډه کې حاضر دي.

د پاکستان اقتصاد د تېر میلادي کال د سختو سېلابونو په ترڅ کې درنه ضربه ولیده.

دې سېلابونو چې علت یې نړیوال اقلیمي بدلون بلل کېږي سلګونه کسان ووژل او پراخې کروندې یې لاندې کړې.

د پاکستاني چارواکو په وینا له دې زیانونو څخه د هېواد د بیارغونې د اوږدمهالي پروګرام لپاره په ټوله کې ۱۶،۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا شته چې نیمايي برخه به یې له نړیوالو مرستو او پاتې نیمايي به یې له پرمختیايي بودیجې او د خصوصي او عامه سکتور په ګډون له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه شي.

د پاکستاني چارواکو په وینا د سېلابونو په نتیجه کې میلیونونه کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول او هغوی چې اوس خپلو سیمو ته ستنېږي، نو کورونه یې ویجاړ شوي او کروندې یې د سېلابونو له خړو اوبو ډکې دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا د سېلابونو په نتیجه کې میلیونونه کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول او هغوی چې اوس خپلو سیمو ته ستنېږي، نو کورونه یې ویجاړ شوي او کروندې یې د سېلابونو له خړو اوبو ډکې دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې مشر اچیم شتاینر د کنفرانس له پیلېدو مخکې له فرانسپرېس خبري آژانس سره په خبرو کې پروسږنو سېلابونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې اوبه ښايي اوس ناستې وي، خو اثرات یې پرځای پاتې دي.

هغه دا سېلابونه د یوه لوی ناورین په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې د دې سېلابونو د زیانونو د بیارغونې لپاره باید پراخې هڅې وشي

د پاکستاني چارواکو په وینا د سېلابونو په نتیجه کې میلیونونه کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول او هغوی چې اوس خپلو سیمو ته ستنېږي، نو کورونه یې ویجاړ شوي او کروندې یې د سېلابونو له خړو اوبو ډکې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په پاکستان کې له دې ناورین وروسته د خوړو د موادو بیې لوړې شوي او د هغو وګړو شمېر چې له غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي، دوه ځلې زیات شوی او ۱۴،۶ میلیونو ته رسېدلی دی.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې تر نهه میلیون پورې نور پاکستانیان ښايي د دې سېلابونو په نتیجه کې له بېوزلۍ سره مخامخ شي.

پاکستان او ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې چې د مرستندویانو ژمنې به د یوه عادي کنفرانس تر کچې لوړې وي ځکه اسلام آباد هڅه کوي چې د پاکستان د اقتصادي رغونې لپاره له نړیوالې ټولنې سره پر اوږدمهالي شراکت تمرکز وکړي، خو ورسره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې هېواد د انعطاف کچه لوړه کړي.

پاکستان چې د وګړو د شمېر له پلوه پنځم لوی هېواد دی د نړۍ تر یوې سلنې لږ مضر ګازونه تولیدوي، خو د ځمکې د تودوخې له کبله د هوا د سختو حالاتو پر وړاندې له ډېرو کاواکو هېوادونو څخه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG