د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه ډېر شوي


په پاکستان کې سېلابونه
په پاکستان کې سېلابونه

په پاکستان کې د وروستیو بې مخینې بارانونو او سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر یو نیم زرو تنو اوښتی دی.

په پاکستان کې د مونسون بې ساري بارانونو له امله وروستیو سېلابونو شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن کړي او سلګونه زره یې بې کوره کړي دي.

د سند د اوبو د طغیاني کېدو او د سیلابونو له امله سلګونه کلي، سړکونه او پلونه نړېدلي او د پاکستان شاوخوا یو پر دریمه برخه خاوره سېلابونو اغېزمنه کړې.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې ، د دغو سېلابونو له امله د ۵۵۲ ماشومانو او ۳۱۵ ښځو په ګډون ۱۵۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

دا مهال په پاکستان کې ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د ناروغانو په درملنې سربېره سیلاب ځپلو ته درملو، خواړو او خیمو مرستې کوي.

خو د خیبرپښتونخوا د ټانک سیمې ځینې اوسیدونکي له هغې ډلې رحیم خان او مولوي محمد وايي مرستې نه دي ور رسېدلي.

د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ملي ادارې پرون د سپتمبر ۱۹مه وویل چې په ډیرو سیندونو، ډنډونو او د اوبو په زیرمو کې د اوبو کچه بېرته عادي حالت ته راګرځیدلې ده.

د پاکستان د سند ایالت د روغتیا اداره وايي، د وروستیو سېلابونو له امله یې ټولټال ۶۸۴۱۸ ټپیان او ناروغان ثبت کړي دي.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې ، د دغو سېلابونو له امله د ۵۵۲ ماشومانو او ۳۱۵ ښځو په ګډون ۱۵۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیتد پرس د راپور له مخې ، د دغو سېلابونو له امله د ۵۵۲ ماشومانو او ۳۱۵ ښځو په ګډون ۱۵۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

تیره اونۍ، روغتیایی چارواکو وویل چې دوی په سند ایالت کې په موقتي روغتیایي کیمپونو کې د شاوخوا ۹۰ زره ناروغانو درملنه کړې.

پاکستاني چارواکو د سند صوبې په سېلاب ځپلو سيمو کې تر ۱۳۰۰۰ زيات روغتيايي کمپونه جوړ کړي دي.

د سند ایالت د روغتیا ریاست په وینا ، ډېری کسان په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان د ککړو اوبو له امله د نس ناستو ناروغیو، د پوستکي انتاناتو او ډینګي تبې څخه کړېږي.

په پاکستان کې د یونېسف استازی عبدالله فاضل وايي، وروستیو سېلابونو ۱۶ میلیونه ماشومان اغېزمن کړي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دی، له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په هغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو ته نورې مرستې ولېږي.

XS
SM
MD
LG