د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان سېلاب ځپلې سیمې ګوري


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

ملګري ملتونه وایي، د پاکستان سېلاب ځپلو سیمو ته یې بشري مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په ټوېټر کې لیکلي دي چې روانه اونۍ به په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په نیت دغه هېواد ته سفر وکړي.

نړیوال مرستندویان وایي، په پاکستان کې تر درې دېرش میلیونه ډیر کسان له سېلابونو اغېزمن شوي او شپږ اعشاریه څلور میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د سېلابونو تلفات یوزر دوه سوه پنځه شپېتو ته رسېدلي دي او شاوخوا شپږ زره هم ټپیان شوي دي.

په بلوچستان کې د ایدهي خیریه بنسټ مسوول فیصل ایدهي د جمعې په ورځ په کراچۍ کې وویل چې سېلابونو نږدې ټول پاکستان اغېزمن کړی دی.

ده زیاته کړه: "زه داسې احساس کوم چې په لنډه موده کې به قحطي راشي او لومړۍ نښې یې وینو. ځکه چې اونۍ اونۍ شوې چې خلک وږي پاتې دي. د ټولو هڅو سربېره موږ لاهم نوي په سلو کې سېلاب ځپلو سیمو ته نه یو رسېدلي. دا خطرناکه حالت دی. د خوراکي موادو کمښت لیدل کېږي او ما په خپلو سترګو غنم لیدل چې په اوبو لاهو کېدل په هره سیمه کې په زرګونو ټنه غنم تباه شوې دي."

سېلابونو د پاکستان یو شمېر سیمې لاندې کړې دي.
سېلابونو د پاکستان یو شمېر سیمې لاندې کړې دي.

د خیبرپښتونخوا په بحرین سیمه کې پلونه او لارې تخریب شوي او خلک باید د خوراکي موادو د ترلاسه کولو لپاره اوس اووه اته کیلومتره لار ووهي.

پاکستاني چارواکي وایي، د سېلابونو په قربانیانو کې څلور سوه یو څلوېښت ماشومان دي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی دی چې ښایي ډېر ماشومان د سېلابونو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.

پاکستان ته تر اوسه نږدې دېرش الوتکې بشري مرستې رسېدلې دي چې له دې ډلې نهه الوتنې له متحد عربي اماراتو همداراز له ازبکستان، چین، ترکمنستان، اردن او قطر څخه الوتنې شوې دي.

د دې ترڅنګ د ترکیې مرستې دغهَ هېواد ته رسېدلې دي، د فرانسې د مرستو یوه الوتکه پرون اسلام اباد ته ورسېده او د امریکا مرکزي قومانداني ویلي دي چې یو ټیم پاکستان ته د اروزنې لپاره استوي څو وګوري چې د امریکا دفاع وزارت له سېلاب ځپلو سره څه ډول مرسته کولی شي.

XS
SM
MD
LG