د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ملګري ملتونه: په پاکستان کې سېلابونو سلګونه زره افغان کډوال ځپلي


په پاکستان کې سېلابونه
په پاکستان کې سېلابونه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا یو این ایج سي آر وایي چې په پاکستان کې شاوخوا څلور لکه یو دېرش زره افغان کډوال په هغو سیمو کې ژوند کوي چې سېلابونو ډېر اغېزمن کړې دي.

د راپورونو له مخې اغېزمن شوي افغان کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې په خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې سېلابونو ځپلي دي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر ویاند قصیر اپریدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی په خیبر پښتونخوا کې له یو شمېر ځپل شویو کډوالو سره مرستې کړې دي.

هغه وویل: "په هغو سیمو کې چې پاکستانیان اغېزمن شوي او هلته افغان کډوالو وو نو ښکاره ده چې هغوی هم متاثره شوې دي. یو این ایچ سي آر د پاکستان له حکومت سره مرسته کوي حکومت بیا له کډوالو سره کومک کوي او په مستقیم ډول هم یو این ایچ سي آر له کډوالو سره مرسته کوي."

د یو این ایچ سي آر ویاند زیاته کړه چې دوی د سېلابونو له امله د وژل شویو افغان کډوالو کره شمېره نه لري، خو په کوز دیر کې د څلورو ماشومانو د ژوبلېدو خبر یې ترلاسه کړی دی او د څو تنو تلفاتو راپورونه هم تر دوی رسېدلي دي.

په پاکستان کې دامهال زرګونه خلک د خیمو لاندې ژوندي کوي چې کورونه یې سېلابونو ویجاړ کړي دي.
په پاکستان کې دامهال زرګونه خلک د خیمو لاندې ژوندي کوي چې کورونه یې سېلابونو ویجاړ کړي دي.

بل لور ته په بلوچستان کې د کډوالو له مسلم باغ کمپ څخه د فدا محمد لودین په نوم یوه افغان کډوال ازادي راډیو ته په رااستولي پيغام کې ویلي یې دي چې پاکستان خپل غم کوي نو نړیوال دې په دغه هېواد کې د دوی غم وخوري.

هغه وویل: "دا تېر بارانونه چې په پاکستان کې وشول، ډېره تباهي یې راوسته پر خلکو یې خونې ونړولې، چاردیوالیانې یې پرې ړنګې کړې. له نړیوالو زموږ دا تمه ده چې راشي پر موږ وګرځي، سروې دې وکړي، زموږ د کمپ خلک تر شنه اسمان لاندې ناست دي، د ماښام د خوراک څه نه لري، مزدورکاره خلک دي، سهار یې ګټي ماښام یې خوري، دوی ته د خیمو ضرورت دی، د خوراکي شیانو ضرورت دی."

د ملګرو ملتونو په وینا په پاکستان کې اوس یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG