د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

پاکستان کې د سېلابونو له کبله افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر خنډ سره مخ شوی


پاکستان کې سېلابونه
پاکستان کې سېلابونه

ملګري ملتونه وايي چې د پاکستان روان سېلابونه په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره له خنډ سره مخامخ کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په پاکستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو بهیر په ګاونډي افغانستان کې خلکو ته د خوړو د رسولو پر هڅو ناوړه اغېز کوي.

د ملګروملتونو دا اړونده ادارې وايي چې افغانستان ته بشري مرستې تر ډېره د پاکستان له لارې لېږدول کېږي، خو وايي چې دا بهیر د پاکستان د تاریخ د تر ټولو ورانوونکو سېلابونو له کبله له خنډ سره مخامخ شوی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د پاکستان د څانګې مشر کریس کايي پرون په ژنیو کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، اوسمهال دوی د پاکستان خلکو ته د اړتیا وړ خوړو پر برابرولو تمرکز کوي، خو نوموړي زیاته کړه چې WFP نه یوازې په منځمهال او اوږدمهال کې په پاکستان او په مجموع کې د غذايي موادو د کمښت بلکې په افغانستان کې د مرستو د رسولو پر بهیر د دې چارې د ناوړه اغېز له کبله هم اندېښنه لري.

پاکستان کې سېلابونو درانه ځاني او مالي تلفات اړولي.
پاکستان کې سېلابونو درانه ځاني او مالي تلفات اړولي.

کایي زیاته کړه چې پاکستان افغانستان ته د مرستو د رسولو مهمه لاره ده او ډېره برخه خواړه د کراچۍ بندر ته راځي او بیا هلته استول کېږي.

د کايي په وینا، سېلابونو د پاکستان سړکونه ویجاړ کړي او دې کار یوه لویه ستونزه رامنځته کړې ده.

کايي یادونه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام په تېره یوه کال کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۳۲۰ زره ټنه خواړه افغانستان ته لېږلي دي، خو د هغه په وینا د پاکستان روان سېلابونه به په دې ظرفیت کې لویه نیمګړتیا رامنځ ته کړي.

د خوړو نړیوال پروګرامدې چارواکي یادونه وکړه چې د پاکستان د غنمو سږني حاصلات په هغو سیمو کې ساتل شوي وو، چې لویه برخه یې سېلابونو له منځه یووړل.

په پاکستان کې له جون میاشتې را په دې خوا د موسمي ورښتونو په نتیجه کې درانه سېلابونه راووتل چې له زرو زیات کسان یې ووژل، پراخې کروندې تر اوبو لاندې کړې او له یو میلیون زیات کورونه یې ویجاړ کړل.

دې سېلابونو په افغانستان کې هم سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل او خورا زیاتې کروندې او کورونه یې ویجاړ کړل، خو په افغانستان کې د لوږې ستونزه د سېلابونو له دې لړۍ مخکې، له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، پیل شوې ده، ځکه د نړیوالو مرستې بندې شوي، په هېواد کې دننه خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اقتصادي فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG