د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

پاکستان کې سېلابونه؛ سلګونه زره افغان کډوال يې اغېزمن کړي


پاکستان کې سېلابونه
پاکستان کې سېلابونه

یو ان اچ سي ار راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان په سختو سېلاب ځپلو سیمو کې څه باندې څلور لکه افغانان اوسي.

د راپورونو له مخې، د کډوالو د کمپونو لویه برخه سېلابونو لاندې کړې اکثر یې ګاونډ کلیو او سیمو ته پناه وړې او ځینې یې په موقتو کمپونو کې مېشت کړای شوي دي.

"خیشکو کې چې کوم کمپ دی هغه بیخي له‌منځه تللی. "

په نوښار کې د افغانانو د یوه کمپ مسؤل افسرخان ازادي راډيو ته د سېلابونو په تړاو وویل: "خیشکو کې چې کوم کمپ دی هغه بیخي له‌منځه تللی. لرګي دېوالونه، کورونه هر څه ختم شوي. ځکه دا کمپ جزیره شان ته پروت دی. د اوبو ټوله مخه په هغو ده. مخکې ۲۰۱۰ کال کې هم زیانمن شوي و. باالکل د نوښار د سیند په غاړه باندې پروت دی. چې اوبه لږې هم زیاتې شي ور اوړي."

افسرخان وایي، د کډوالو کمپونه ډېر ابتدايي د خټو او وړو لرګیو جوړ کورونه دي چې داسې لویو سېلابي څپو او نورو طبیعي پېښو ته تاب نه شي راوړلی.

سېلابونو په پاکستان کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.
سېلابونو په پاکستان کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو ان اچ سي ار د راپور په اساس په خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان ایالتونو کې څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال وروستیو سېلابونو اغېزمن کړي دي.

د خیبر پښتونخوا لپاره د یو ان اچ سي ار او افغان کمېشنرۍ یوه استازي خان محمد بابر ازادي راډیو ته د افغان کډوالو د هغو کمپونو په اړه معلومات ورکړل چې سېلابونو ځپلي دي.

نوموړي وويل: "د یو ان اچ سي ار چې کوم راپور دی د هغه مطابق د خیبرپښتونخوا چهارصده، ډي ای خان او نوښار ضلع کې پراته څلور نیم پنځه لکه افغان مهاجر د اوسنیو سیلابونو سره ځپل شوي دي. د هغوی کورونه له منځه تللي دي. نوښار کې چې د خیشکې کمپ دی دوه برخې یې مکملې اوبو لاندې کړي او کډوالو یواځې خپل ځانونه ایستلي دي."

د پاکستان حکومت د سېلاب ځپليو لپاره له نړيوالو د عاجلو مرستو غوښتنه هم کړې.
د پاکستان حکومت د سېلاب ځپليو لپاره له نړيوالو د عاجلو مرستو غوښتنه هم کړې.

ښاغلي بابر وویل، سیمه‌ییزو ژغورندویه ډلو او یو ان اچ سي ار د سېلابونو د پيل له لومړۍ ورځې تر دې دمه د افغان کډوالو او نورو سېلاب ځپلو مرستو ته دانګلي او د هغوی ژوند یې خوندي کړی، خو بابر افغان کډوالو ته اوښتی مالي تاوان ډېر زیات بولي.

یو ان اچ سي ار ویلي چې، تر دې دمه یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې څه باندې زر خېمې ویشلي او دا هڅه لا هم روانه ده.

د پاکستان وروستیو سېلابونو کې څه باندې ۱۱۰۰ سوه کسان مړه او نږدې ۱۶۰۰ نور ټپیان دي.

په مرګ‌ژوبلو کې د افغان کډوالو په اړه لا څه معلومات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې سېلاب ځپلو ته به د کور په سر ۲۵ زره پاکستاني روپۍ/کلدارې ورکوي او هغوی چې د کورنۍ غړی یې مړ یا ژوبل وي لا زیاتې مرستې ورسره کوي.

لا معلومه نه ده چې حکومت افغان کډوال هم په دې کټګورۍ کې راوستي دي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG