د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

نړۍ

پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۵۰۰ ته ورسېد

پاکستان کې سېلابونه
پاکستان کې سېلابونه

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰۰ تنو لوړ شوی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) تېر ماښام په يو بیان کې ویلي دي چې، د سپټمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې د ۲۲ کسانو مړینې له تأیيدېدو سره د جون له نیمايي راهیسې د وژل شویو شمېر ۱۵۰۸ ته رسېدلی دی.

په دې کې ۵۳۶ ماشومان هم شامل دي.

اېن ډي اېم وايي، د سږنیو بارانونو او سېلابونو له وجې په ټول هېواد کې تر ۵۸۱،۰۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي.

بیان زیاتوي چې اوس‌مهال د سیند صوبې په کوټري سیمه کې د منځنۍ درجې سېلاب دی خو په نورو سیندونو کې د اوبو مقدار په کمېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا حکومت په سېلاب ځپلو سیمو کې د اوښتي زیانونو معلومولو لپاره سروې ته دوام ورکړی دی.

د اعلا وزیر دفتر د سپټمبر پر ۱۴مه په بیان کې ویلي و چې، د سروې تر بشپړېدو وروسته به ټولو اغېزمنو ته تاوانونه ورکړي.

د پاکستان حکومت وايي، د بارانونو او سېلابونو له وجې هېواد ته د ۳۰ میلیارد ډالرو تاوان اوښتی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان د زینبون په نوم د ملېشه ډلې د ۲ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه
د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه

د پاکستان د سند ایالت له تروریزم سره د مبارزې پولیس وايي چې په کراچۍ کې یې د زینبیون د ملېشه ډلې دوه وسله وال غړي نیولي دي.

د سند ایالت له تروریزم سره د مبارزې د پولیسو مشر اصف اعجاز شیخ پرون (پنجشنبې) په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، دواړه نیول شوي کسان په ایران کې روزل شوي او د ایران د استخباراتو په امر یې په کراچۍ کې د یوې مخالفې مذهبي ډلې پر علماوو او غړیو بریدونه کړي دي.

ده د نیول شویو کسانو نومونه وقار عباس او حسین اکبر وښودل او ویې ویل، دوی چې د بُلتستان د ګلګت د سیمې اوسیدونکي دي، د تېر کال له سپټمبر څخه د سږ کال د فبرورۍ تر ۲۱ پورې په کراچۍ کې ۱۷ دیني عالمان په ډزو وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د فلسطین ولسمشر: له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس
د فلسطین ولسمشر محمود عباس

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، هغسې چې تمه کېده، دوی له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

عباس نن د عربي اتحادیې په یوه سرمشریزه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د اسراییل دفاع وزیر نن ویلي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به په ځمکنیو پوځي عملیاتو کې د اسراییل نور سرتېري هم برخه واخلي.

د یوآف ګالانت په وینا، دغه عملیات به حماس ډله ختمه کړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو ترویستي سازمان ګڼي.

اسراییل له نړیوالو انتقادونو سره سره په رفح ښار کې چې تر یو میلیون زیاتو فلسطینیانو هلته له نورو برخو پناه وروړې ده، پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله.

پاشنیان نن د کابینې په غونډه کې دا موافقه یوه لویه بریا وبلله.

په همدې حال کې په لسګونو مظاهره‌چیان چې د دې موافقې مخالف وو، له حکومتي ودانۍ دباندې راټول شوي وو چې پولیسو یې د تیک و پرک کولو هڅه وکړه.

ارمنستان او اذربایجان په ډسمبر میاشت کې د سولې پر تړون سلا وکړه، خو د ارمنستان ګڼ هغه وګړي یې مخالفت کوي چې لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته څېرمه پراته دي.

اذربایجان تېر میلادي کال د نګرنو قره‌باغ د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات وکړل چې بالاخره یې په دې بېلتونپاله سیمه کې په خټه د ارمنانو د درېیو لسیزو کورواکي ختمه کړه.

د اوکراين په پلازمېنه او نورو سيمو کې د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شوی

اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور
اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراين په پلازمېنه کیيف ښار او د دغه هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې نن سهار وختي د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شو.

د اوکراين د هوايي ځواک له خبرداري سره سم د روسي ځواکونو له خوا د باليستيکي توغنديو خطر شته او دغو بريدونو په پرله‌پسې توګه د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې ملکي وګړي په نښه کړي چې په نتيجه کې يې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو ته ډېر زیان رسېدلی دی.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو خبر ورکړی چې پرون د مې۱۵مه د نیپرو په سیمه کې د روسي ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.

پوتین په دوه ورځني رسمي سفر چین ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیالي ولسمشر شي جين پېنګ د چین د امنیتي ګارډ د کتنې پر مهال
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیالي ولسمشر شي جين پېنګ د چین د امنیتي ګارډ د کتنې پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته په دوه ورځني رسمي سفر نن سهار بېجنګ ته ورسېد.

چین ته د پوتین دا سفر په داسې حال کې کېږي چې روسیه د اوکراین تر برید وروسته په اقتصادي لحاظ پر چین ډېره تکیه کوي.

تمه ده چې پوتین نن له خپل چینايي سیال سره وویني.

پوتین چینايي رسنیو ته ویلي، کرملین د اوکراین د شخړې په اړه خبرو ته چمتو دی، خو د ده په وینا هر ډول خبرې باید د روسیې د ګټو په ګډون د ټولو ښکېلو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي.

اروپایي ټولنې په ارزګان کې د دوو ماین پاکانو پر وژل کېدو خواشینې ښودلې

ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو ماین پاک د ماینونو د پاکولو پر مهال
ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو ماین پاک د ماینونو د پاکولو پر مهال

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر په ارزګان ولایت کې د هلوټرسټ د موسسې د دوو ماین پاکانو پر وژل کېدو خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی د نورو د ساتنې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دې دفتر پرون چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دې مخکې د هلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د دې ادارې دوو تنو ماین پاکانو د شنبې په ورځ په ترینکوټ کې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ناچاودو ماینونو په پاکولو بوخت وو او یو ماین پرې وچاودېد.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه چاودنه کې یو ماین پاکوونکی ځای پرځای ووژل شوی او بل چې سخت ټپي شوی و، روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

هلروټرسټ د افغانستان په ګډون په دېرشو هېوادونو کې د ماین پاکۍ فعالیتونه ترسره کوي.

ماینونه او نورې ناچاودې وسیلې په افغانستان کې تراوسه د خلکو ژوند اخلي.

د عربي هېوادونو مشران په بحرین کې غونډه کوي

د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه
د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه

د عربي هېوادونو مشران نن پنجشنبې په بحرین کې داسې مهال جرګه کېږي چې په غزه کې جګړه روانه ده او د اوربند څرک نه لګېږي.

پرون چهارشنبې د بحرین پلازمېنې ماناما ته چېرې چې د عرب لیګ د ۲۲ غړیو هېوادونو بیرغونه ځړېدلې وو، د عربي هېوادونو د مشرانو او چارواکو ورتګ روان و.

دا لومړی ځل دی چې د عرب لیګ مشران د نومبر په میاشت کې د ګاونډي سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د کنفرانس تر فوق العاده سرمشریزې وروسته، په یوه غونډه کې سره راټولېږي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې په هغه سرمشریزه کې مشرانو په غزه کې د اسراییلي ځواکونو اقدامات غندلي او هغه یې وحشیانه بللي وو، خو له دې یې ډډه وکړه چې د اسراییل پر وړاندې د اقتصادي او سیاسي سزاګانو لپاره اقدامات وکړي.

د چمن پرلتوالو له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې

د چمن د ر وان پرلت یوه څنډه
د چمن د ر وان پرلت یوه څنډه

د بلوچستان ایالت د چمن پرلتوالو پرون چهارشنبې د خپلې جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې.

په چمن کې له تېرو ۲۰۹ ورځو راهیسي زرګونه کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط په اعتراض کې پرلت ته دوام ورکوي.

دوی وايي چې د پخوا په شان دې په تذکرې او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د دوی له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.

پرلتوالو د دې لپاره چې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومني، له پرون څخه جرګه رابللې څو دوی ته داسي حللار وړاندیز کړي چې د پاکستان حکومت د خپل دریځ بدلولو ته اړ باسي.

د جرګې یوه مشر مولانا حافظ محمد یوسف پرون رسنیو ته وویل چې جرګه به داسي تګلاره وړاندیز کړي چې د پاکستان له حکومت سره د چمن د زرګونو خلکو ستونزه پرې حل شي.

ټاکل شوې ده چې جرګه نن او سبا هم دوام وکړي.

د روسیې دفاع وزارت: ځواکونو مو د اوکراین په ختیځ کې درې نوې سیمې نیولي

د روبوتیه کلي یوه څنډه
د روبوتیه کلي یوه څنډه

روسیې پرون چهارشنبې اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې یې درې نوې سیمې نیولي دي.

د روسیې دفاع وزارت وویل، ځواکونو یې د اوکراین په شمال او جنوب کې پرمختګ کړی او د روبوتیې کلي په شمول یې درې هستوګنې سیمې نیولي دي.

روبوتیه هغه کلی دی چې اوکرایني ځواکونو په ۲۰۲۳م کې بېرته نیولی و.

د اوکراین پوځ په وروستیو اوونیو کې تر فشار لاندې دی او په داسي حال کې چې د مهماتو له کموالي سره مخامخ دی، د خارکییف په سیمه کې د روسیې له ناببره برید سره مقابله کوي.

طالبان: افغانستان د څه باندې لس میلیارد ډالرو په ارزښت صادراتو او واردات کړي

د تورخم بلې غاړې ته د لواړګي سیمه. په دغه لار د افغانستان او پاکستان د سوداګرو کاروانونه ځي راځي.
د تورخم بلې غاړې ته د لواړګي سیمه. په دغه لار د افغانستان او پاکستان د سوداګرو کاروانونه ځي راځي.

د طالبانو د حکومت د احصاییې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان د څه باندې لس میلیارد ډالرو په ارزښت واردات او صادرات کړي دي.

دې ادارې پرون چهارشنبې وویل چې تېر کال د افغانستان ټول صادرات یو میلیارد او ۷۷۷ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو ته ورسېدل، خو په مقابل کې یې د ۸ میلیارده او څه باندې ۵۷۶ میلیون ډالرو واردات لرل.

د دې ادارې پر اساس، بهر ته د افغانستان په صادراتو کې لویه ونډه د میوو او طبي بوټو وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG