د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

امریکا کې د افغان ښځو پر اوسنۍ وضعې اوپرا پيل شوه


د افغان ښځو پر اوسنۍ وضعې د امریکا په سیاټل ښار کې د پیل شوې اوپرا یا نندارې یو انځور
د افغان ښځو پر اوسنۍ وضعې د امریکا په سیاټل ښار کې د پیل شوې اوپرا یا نندارې یو انځور

د افغان ښځو پر اوسنۍ وضعې د امریکا په سیاټل ښار کې د شنبې له شپې د یوې اوونۍ په مخه اوپرا پيل شوه.

د امریکا د سیاټل ښار پېژندل شوې اوپرا د افغان ښځو ژوند نندارې ته وړاندې کړی او هڅه یې کړې هغه څه چې په ښځو تېر شوي او لا هم روان دي خلکو ته وښيي.

په واړه عمر د نجونو جبري ودونه، وهل ټکول، د طالبانو دُرې او د ښځو محدود ژوند هغه صحنې دي چې د سیاټل د اوپرا هنرمندان او ممثلین پرې تمرکز لري.

د سیاټل د دې اوپرا لارښوده افغان فلم جوړونکې رویا سادات ده.

هغې وویل: "مهمه برخه یې د ښځو او د مینې په اړه ده. د ښځو د پياوتیا په اړه. هغه ښځې چې د ځان لپاره غږ پورته کوي او پاڅېدلي."

مېرمن سادات دا اوپرا د افغان-امریکايي لیکوال خالد حسیني د یوه مشهوره ناول زر ځلانده/پرتمین لمرونه په اساس جوړه او نندارې ته اېښې.

زر ځلانده لمرونه د خالد حسیني دویم ناول دی چې په ۲۰۰۷ کې چاپ شو چې په ډېر خرڅلاو سربېره د نړۍ په لسو ژوندیو ژبو وژباړل شو.

خالد حسیني
خالد حسیني

دا کتاب د مریم او لیلا په نوم د دوو افغان ښځو د تریخ ژوند په کیسه څرخېږي چې د عمر توپیر یې شل کاله دی او جریان یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ګډون ټول په افغانستان کې پېښېږي.

دوی که څه هم سره بنې وي، خو د خاوند او ټولنې بد چلند، ځورول او بندیزونه یې د یو بل پر وړاندې زړه سواندي کوي.

سادات د فرانسې خبري اژانس سره د اوپرا تر پیل مخکې په خبرو کې وویل چې د افغانستان د ښځو کیسه لا هم هماغه پخوانۍ او ترخه کیسه ده او لا بدله شوې ده.

رویا سادات
رویا سادات

هغې زیاته کړه: "له بده مرغه هغه غمجنه کیسه یو ځل بیا زما په هېواد کې د خلکو او ښځو لپاره تکرارېږي. داسې کیسه نه ده چې تېر کې پېښ شوي وي او تاسو یې اوس په اړه اورئ، همدا شېبه دا وضعیت دوام لري."

د سیاټل په اوپرا کې د افغانستان داستان په انګریزي ژبه بیانېږي او لوبغاړي یې هم افغاني جامې په تن دي.

اوپرا د تیاتر/تمثیل یوه بڼه ده چې لوبغاړي یې ډراماټیک رولونه د موسیقۍ په مرسته د سندرو په شکل بیانوي.

دوی د هر داستان لپاره ځانګړې جامې، سټیج او نڅاوې ترسره کوي.

د سیاټل په اوپرا کې د افغانستان داستان په انګریزي ژبه بیانېږي او لوبغاړي یې هم افغاني جامې په تن دي.
د سیاټل په اوپرا کې د افغانستان داستان په انګریزي ژبه بیانېږي او لوبغاړي یې هم افغاني جامې په تن دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ښځو روان وضعیت پر نړیوال سټېج نندارې ته وړاندې کېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغان نجونې له تعلیم منع شوي، ښځې په نادولتي موسسو کې له کاره راګرځول شوي، هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره په اعتراض وتلې دي ډېری یې بندي او ان د راپورونو له مخې شکنجه شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG