د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

دي پرينټ: د افغانستان په زندانونو کې زر تنې ښځينه هم بنديانې دي


د افغانستان په لوېدیځ د هرات په زندان کې افغان ښځینه بندیانې، انځور - ارشيف
د افغانستان په لوېدیځ د هرات په زندان کې افغان ښځینه بندیانې، انځور - ارشيف

دي پرینټ خپرونه:

دي پرینټ خپرونې په افغانستان کې د بندیانو په تېره بیا د ښځینه بندیانو د شمېر په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونې د طالبانو د حکومت د محابسو د عمومي ریاست په قول لیکلي، چې اوس په افغانستان کې ۱۴ زره تنه بندیان دي چې د هغو په منځ کې زر تنه یې ښځې دي.

په داسې حال کې چې د بشري حقونو ملاتړو ډلو په ځلونو پر طالبانو نیوکې کړي چې د سیاسي فعالیتونو یا د خپلو حقونو لپاره د غږ د اوچتولو په خاطر په ځانګړي ډول ښځینه فعالانې نیسي، د دوی د حکومت د محابسو عمومي رئيس محمد یوسف مستري ویلي، چې په محبسونو کې ټول ۱۴ زره بندیان، جنايي دي.

ده همداراز ویلي، د دغو کسانو په منځ کې هیڅ سیاسي بندي نه‌شته او دوی ۱۵ زره تنه وروسته له دې چې دوسیې یې څېړل شوي، خوشې کړي دي.

ده دا هم ویلي، چې ۳ زره نور بندیان به هم ژر خوشې کړي.

دي پرینټ د یوسف مستري په قول دا هم کښلي چې په محبسونو کې یې ۲۰ زره تنه ځاییدای شي.

خپرونه زیاتوي، د پلچرخي محبس ځینو ښځینه بندیانو له طالبانو غوښتي چې د دوی دوسیې ژر او په شفاف ډول وڅېړي.

لاتینا خپرونه:

د لاتینا په نوم خپرونې د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې د راډیو له ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د راډیوګانو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د دې خپرونې پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته ۱۱۷ راډیويي سټېشنونه عمدتاً د اقتصادي ستونزو له کبله بند شوي او له دې امله ۱۹۰۰ تنه وزګار شوي دي.

لاتینا خپرونې د افغانستان د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د معلوماتو پر اساس لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې یعنې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳۴۵ راډیوګانو فعالیت کاوه او په دې صنعت کې نژدې ۵ زره کسان په کار بوخت وو چې ۱۲ سوه یې ښځې وې.

د خپرونې له لیکنې سره سم، په ۱۹۰۰ وزګاره شویو کسانو کې تر ټولو ډېر شمېر د ښځو دی یعني ۱۰۷۵ تنه ښځې نور په راډیوګانو کې کار نه‌شي کولی یا یې کار پرې ایښی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG