د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

ملګري ملتونه: افغان ماشومان د سخت ژمي له کبله اغېزمن شوي


ارشیف: په کابل کې یوه بېوزله مېرمن له خپلو ماشومانو سره
ارشیف: په کابل کې یوه بېوزله مېرمن له خپلو ماشومانو سره

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، افغانستان یو له هغه څلورو هېوادونو دی چې په میلیونونه ماشومان په کې د سخت ژمي له امله اغېزمن شوي او د هایپوترمي او تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

رحیم د خپلې مېرمنې او یو کلن ماشوم سره په کابل کې د یو کور په تهکوۍ کې ژوند کوي.

هغه د بېوزلۍ او بې روزګارۍ له امله نه شي کولای سون توکي واخلي، نو دا چې کور یې سوړ دی، ماشوم یې ناروغ شوی دی.

رحیم وویل: "کور ډېر یخ دی او ماشوم مې هم ناروغ دی.د ګرمولو هېڅ وسایل نه لرو، ان دا چې خپله له کراچۍ سره ووتلم، خو کاروبار نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د اوکراین، سوریې او پاکستان سربېره افغانستان څلورم هېواد دی چې د سخت ژمي له امله میلیونونه ماشومان په کې اغېزمن شوي او د هایپوترمي او تنفسي ناروغیو شدید ګواښ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو سازمان، ماشومانو نه د ملاتړ د وجهي صندوق یا یونېسف يو راپور خپور کړی چې په کې راغلي، لسیزو جګړو چې خراب اقتصادي وضعیت، وچکالي او پر له پسې سېلابونه ورسره مل وه، میلیونونه کورنۍ د ژمي د سړې هوا له امله اغېزمن کړي دي.

د یونېسف د راپور پر بنسټ د افغانستان په ګڼو سیمو کې چې د هوا درجه منفي ۲۰ درجو ته را ټیټه شوې، لسګونه ماشومانو یې له امله مړه او زرګونه څاروي تلف شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، د ژمي سړه هوا د دې لامل شوې چې ناروغۍ لا ډېرې شي، نو ځکه کورنۍ خپل د ماشومانو او د کورونو د تودولو لپاره هڅه کوي.

په هلمند کې ماشومان
په هلمند کې ماشومان

راپور کې دا هم ویل شوي، هغه ماشومان چې په لوړو سیمو کې ژوند کوي، ډېر زیانګاله دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې راپور کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو د محدودیتونو موضوع ته په اشارې سره، که څه هم د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په دغه بندیزونو کې شامل نه دی، راغلي چې د ښځو د کارونو کمښت، حیاتي مرستو ته لاسرسی کم کړی دی.

د یوې نادولتي ادارې کارکوونکې چې د خپل کور سرپرسته هم ده د موضوع حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو. په دې سړې هوا کې د خپلې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لرم. د خپلې کورنۍ او ورونو لپاره خواړه، جامې او نور لګښتونه نه شم برابرولای، دا زما لپاره ډېره د اندېښنې وړ خبر ده. زما په ګډون سلګونه نورې ښځې هم د ورته ستونزو سره مخ دي او په ځانګړې ډول هغه ښځې چې په نادولتي موسسو کې یې کار کاوه."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې دوی له ځینو نړیوالو سازمانونو سره په اړیکه کې دي او چېرې چې اړتیا وه دوی به ښځو ته بیا د کار کولو اجازه ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "د افغانستان اسلامي امارت د ټولو نړیوالو موسساتو سره په اړیکه کې دی. اړتیاوې او غوښتنې چې د اقتصاد وزارت له خوا شریکې شي ورته به رسېدنه وشي. هغه ځایونو کې چې ښځو ته اړتیا ده، هلته به دوی بېرته استخدام شي، استثنا شته خو رسېدنه به ورته وشي، خو هغه ځایونو کې چې اړتیا نه شته نو زموږ معذرت دې ومني، ځکه نظام مکلف دی چې قوانین او شرعي اصول مراعات کړي."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هغه ښځې چې په نادولتي ادارو کې بېرته د کار کولو اجازه ورته ورکړل شوې، وايي چې له سختو بندیزونو سره بېرته خپلو دندو ته ستنې شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د روان کال د اکټوبر په میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې نږدې ۸۷۵ زره ماشومان له شدید خوارځواکۍ سره مخ دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ساتنې سازمان سېف د چلډرن ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه ماشومان چې سم خواړه نه ورته رسېږي له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

دا اداره دا هم وایي چې هره ورځ ۹ میلیونه او ۶۰۰زره ماشومان وږې پاتې کېږي او ان لومړنی خوراکي توکي هم نه ورته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG