د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

سېف د چلډرن: په افغانستان کې بشري حالت په بېسارې ډول کړکېچن شوی


ارشیف: د کابل په یوه روغتیايي مرکز کې یوه روغتیاپاله د ناروغو ښځو او ماشومانو د کتنې پرمهال. October 30, 2013
ارشیف: د کابل په یوه روغتیايي مرکز کې یوه روغتیاپاله د ناروغو ښځو او ماشومانو د کتنې پرمهال. October 30, 2013

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا سېف د چلډرن وايي، په افغانستان کې بشري حالت په بېسارې ډول کړکېچن شوی دی.

د غزني د قره باغ اصلي یوه اوسېدونکې چې اوس کابل کې اوسي له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

دې مېرمنې چې ویې نه غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، پخوا به په ګرځنده روغتیايي ټیمونو کې ښځینه کارکوونکې ګرځېدلې او د خلکو ستونزې به یې هوارولې، خو له کومې ورځې چې د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د میرمنو په کار بندېز لګېدلی دی، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: "ښه خدماتونه یې وړاندې کول، لکه یوه امېندواره مېرمن څه ډول خوراک وکړي، څه وخت واکسین وکړي، خوارځواکو ماشومانو ته به یې په کورنو کې خوراکي مواد ورکول، خو اوس هغه ټیمونه کم شوي دي."

د کاپیسا اوسېدونکې حماسه، چې روغتیايي کورسونه یې لوستي ازادي راډیو ته یې وویل، دې د ډبلیو ایف پي یا د نړۍ خوراکي پروګرام په مرسته د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له مېرمنو سره لیدل او هغو ته یې په روغتیايي معلومات ورکول.

حماسه وايي: "له بده مرغه چې مېرمنې د ماشوم د زېږون په اړه پوره معلومات نه لري، نو ځکه یې ماشوم له منځه ځي او خپله هم له مرګ سره مخ کېږي. بدبختانه چې موږ یې له کار څخه منع کړو. اوس مو نه پرېږدي چې د کلیو او بانډو مېرمنو ته روغتیايي معلومات ورکړو."

اغلې حماسه له نړیوالې ټولنې غواړي، د طالبانو په حکومت دا ومني چې ګرځنده ښځینه روغتیايي ټیمونو بیا فعالیت وکړي.

د کندز روغتون کې یوه روغتیاپاله د ناروغو ښځو سره د خبرو پرمهال. 28.04.2022
د کندز روغتون کې یوه روغتیاپاله د ناروغو ښځو سره د خبرو پرمهال. 28.04.2022

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا سېف د چلډرن پرون په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې بشري حالت په بېسارې ډول کړکېچن شوی دی.

دغه سازمان د دې وضعیت لوی لامل د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ګڼلی دی.

بله خوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان هم په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د ښځینه کارکوونکو کار ته هر وخت په ځانګړی ډول د ژمي په موسم کې ډېره اړتیا ده.

دا چې د طالبانو حکومت به هغه ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته چې د نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو په چوکاټ کې یې خلکو ته په ګرځنډه ټیمونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول د فعالیت کار اجازه ورکړي که نه، په دې اړه مو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.

د طالبانو حکومت په نادولتي موسسو کې د کار بندیز د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په افغان نجونو او ښځو ولګوو، چې په غبرګون یې یو شمېر موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG