د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د ايران او چين ولسمشرانو افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د محدوديت د پای ته رسولو غوښتنه کړې


د چين او ايران ولسمشران
د چين او ايران ولسمشران

ایران او چین له خپل ګاونډي هېواد افغانستانه وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز پای ته ورسوي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، چین او ایران دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په هغه ګډه اعلامیه کې وکړه چې پیکینګ ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي د سفر په پای کې خپره شوه.

دواړو هېوادونو په خپل منځ کې د نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو ترڅنګ په افغانستان کې پر طالب چارواکو غږ کړی چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه او سیاسي ګوندونه په‌کې حقیقي ونډه ولري او د ښځو، قومي لږکیو او نورو مذهبونو خلاف ټول تبعیضي اقدامات لغوه کړي.

دوی په عین حال کې امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول بللي دي.

چین او ایران له امریکا او لوېدیځ سره ژور اختلاف لري.

له څه باندې يو نيم کال راهيسې طالبانو له شپږم پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
له څه باندې يو نيم کال راهيسې طالبانو له شپږم پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د نړۍ اکثرو هېوادونو په تېره بیا لوېدیځوالو او همدا راز د بشري حقونو ملاتړو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي خو طالبانو نه یوازې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی، بلکې واک ته له رسېدو وروسته یې،
د ښځو خلاف محدودیتونه په تدریجي ډول زیات کړي دي.

ایران او چین دواړه په افغانستان کې له افراطیت څخه سخت تشویش لري

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل وايي، چین او ایران له پیله هم د طالبانو له حکومت سره موافق نه وو، خو د خپلو ګټو په خاطر د اعتماد او اړیکو جوړولو لپاره یې خپلې اندېښنې نه ښکارولې.

نوموړې وايي: "دا چې بالاخره دوی هم د طالبانو په اړه خپل نظرونه شریک کړل دلیل یې دا دی چې ایران او چین دواړه په افغانستان کې له افراطیت څخه سخت تشویش لري، دوی هم نه‌غواړي چې په افغانستان کې داسې افراطي حکومت رامنځته شي چې په هغه کې اصلاٍ ښځې وجود و نه‌لري او همدا راز نورې ډلې. دوی ویره لري چې که په اوسني ډول دیکتاتوري حکومت دوام وکړي ځینې افراطي ډلې به په‌کې دومره پرمختګ وکړي چې هغه به د ایران او چین ګټې هم له خطر سره مخامخ کړي."

شينکۍ کړوخېل
شينکۍ کړوخېل

د ایران او چین له لوري د ښځو د حقونو لپاره د غږ پورته کېدا له‌دې کبله د پام وړ دی چې، د ایران سختدریځی رژیم په خپله د د ښځو د حقونو پر سرغړونې تورن دی.

دغه راز ايران له میاشتو راهیسې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې ښځې له وژل کېدو را وروسته د ښځو د فعالانو له پراخو مظاهرو او اعتراضونو سره مخامخ دی.

ایران په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر کسان د اعتراضونو له کبله اعدام کړي هم دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG