د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

يو شمېر نجونو محصلانو د زده‌کړو له بې‌برخې کېدو وروسته خياطي شروع کړې


هغه محصلانې چې ګلدوزي يې شروع کړې او د دې لپاره يې يو مرکز هم پرانيستی.
هغه محصلانې چې ګلدوزي يې شروع کړې او د دې لپاره يې يو مرکز هم پرانيستی.

يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له لوړو زده‌کړو د بې‌برخې کېدو له امله د رواني فشار د کمولو او د خپلو کورنيو د اقتصادي اړتياو د پوره کولو په موخه يې نوي کاروبارونه پيل کړي دي.

د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځي يوه محصله چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم ياد شي وايي، وروسته له هغې چې طالبانو نجونې له پوهنتونونو راوګرځولې، دې ګلدوزۍ ته مخه کړه.

نوموړې وايي، په دې برخه کې شاکردانې هم لري.

هغې وويل: "کله چې طالبانو د پوهنتونو او مکتبونو دروازې وتړلې ما د ډېر زړه تنګون نه، د دې ترڅنګ چې خپل درسونه مې ویلي، خپل مورنی کسب مې چې ګلدوزي ده هغه مې هم پیل کړ، اوس لږ لږ ګلدوزي کوم او شپږ شاګردانې هم لرم، له هغوی فیس اخلم او کولای شم له دې لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې هم همکاري وکړم."

دغه محصله له طالبانو غواړي چې د دوی ته هم د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د کابل پوهنتون يوه محصله چې ګلدوزي کوي.
د کابل پوهنتون يوه محصله چې ګلدوزي کوي.

په همدې حال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس د وروستي کال محصله فاطمه محمدي وايي، له افغانستانه بهر يې افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د انلاین زده‌کړې کورس جوړ کړی دی.

ما د دري ژبې او دیني علومو انلاین کورس جوړ کړ

نوموړې وايي: "له هغه وخته چې د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او له نجونو د زده‌کړو حق واخیستل شو، ما د دري ژبې او دیني علومو انلاین کورس جوړ کړ، څو هغه ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان چې له پولو بهر دي او غواړي چې په دري ژبه زده‌کړه وکړي زمینه ورته برابره کړم، موږ کولی شو له دې لارې د خپلو لګښتونو لپاره عاید ترلاسه کړو."

نوموړې وايي، د انلاين روزنيز کورس تر څنګ يې يو شمېر نجونو ته په کور کې د انګليسي ژبې زده‌کړه هم پیل کړې.

د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د لومړي کال یوه بله محصله هویدا حدیث بیا وايي، له زده‌کړو له بې‌برخې کېدو وروسته هم وزګاره نه‌ده او په خپل کور کې یې د ماشومانو لپاره د وړیا زده‌کړو کورس جوړ کړ.

د کابل پوهنتون يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف
د کابل پوهنتون يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف

اغلې هويدا وايي: "کله چې پوهنتونونه وتړل شول ځکه چې موږ نور بوخت نه وو او د دې لپاره چې زموږ رواني حالت ته زیان ونه رسیږي، ما په خپل کور کې یو وړیا کورس جوړ کړ چې ۱۳ نجونې ته وړیا د قرآن، قاعدې بغدادي او د ښوونځیو د مضامینو درس ورکووم."

دغه ښځينه محصلانې وايي، له دې کارونو د دوی موخه د بې‌کارۍ، له رواني ستونزو څخه د خلاصون او خپلو کورنيو ته د ډوډۍ ګټل دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت له‌خوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو کابو ۵۰ ورځې تېرې شوې دي.

یو شمېر دغو ښځینه محصلانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي، چې له رواني ستونزو سره مخ دي او په بد حالت کې ژوند کوي.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په شاوخوا یو نیم کال کې د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې تړلي دي، ښځې یې په نادولتي ادارو او اکثرو دولتي دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي، تفریحي پارکونو حمامونو او سپورټي ځایونو ته یې هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی.

د دې تر څنګ له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر او اجباري حجاب نور محدودیتونه دي چې طالبانو افغانستان کې پر ښځو لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG