د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

مارټين ګريفيټس: طالبان دې د ښځو د کار په برخه کې خپلې ژمنې پراخه کړي


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي د ښځو د کار کولو په برخه کې باید طالبان خپلې ژمنې پراخه کړي.

يوه مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهسې بېرته خپلې دندې ته ځي.

نوموړې چې د خپل کار ځای نوم هم نه اخلي ازادي راډیو ته وویل، له هغې وروسته چې ورته ویل شوي بېرته خپل کار ځای ته لاړه شي په ویره کې ده.

"زه خپلې وظیفې ته ډېر په ډار سره ځم د دې لپاره چې اوس وظیفې په ټول افغانستان کې بندې دي

نوموړې وايي: "زه خپلې وظیفې ته ډېر په ډار سره ځم د دې لپاره چې اوس وظیفې په ټول افغانستان کې بندې دي، چې کله هم ځم نو یا مې خاوند سره ځم او له یو بل چا سره، د دې لپاره چې چاته په ازاده ډول باندې د کار کولو اجازه نه‌شته، یوازې ډاکټرانو ته د کار کولو اجازه شته. دلته وضیعت ډېر خراب دی، په پټه کې وظیفې ته تګ ډېر ستونزمن ده."

دا مېرمن همدا راز وايي، په امتیازاتو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

کابل ته د بشري مرستو رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال (مارتین ګریفیتس) له خپل سفر وروسته وویل، چې د طالبانو سره یې د ښځو د کار په برخه کې ځینې ژمنې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي ګریفيتس ویلي و، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په ځینو برخو کې به مېرمنو ته د کار اجاز ورکړي.

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس
په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس

خو ښاغلي ګریفیتس په تازه له طالبانو غوښتي، په هغه برخو کې چې ښځو ته د کار اجازه ورکوي باید دا برخې نورې هم پراخې شي.

نوموړي د چهارشنبې ورځې ناوخته په یو ټویټ کې ولیکل، په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او دا کار د مېرمنو په نه‌شتون کې ناممکن دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله (فلورنسیا سوتو نینو) د چهارشنبې په ورځ ناوخته د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړې وويل: "که څه هم موږ ته د تعلیم او روغتیا په برخه کې استثنا قایل شوي خو دا اصلا د قناعت وړ نه‌دي او دا شونې نه‌ده چې په دې برخه کې له بې‌غورۍ کار واخیستل شي."

يو شمېر افغان محصلانې، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان محصلانې، انځور - ارشيف

اغلې نینو زیاته کړې چې، نړۍ به له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې ولاړه وي.

له بلې خوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR بیا ویلي، ښځینه کارکونکي خورا مهم دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې مرستندویه ادارې کولی شي د ښځو او ماشومانو بشري اړتیاوې پوره کړي.

دغې ادارې د یو ټویټ له لارې چې د چهارشنبې په ورځ یې کړی ويلي، له کاره د مېرمنو ایستل په‌دې معنا دي چې ميلیونونه مېرمنې او نجونې د بشري ناورین سره مخ کېږي.

له هغې وروسته چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول پر افغان مېرمنو یې د کار، تعلیم، تحصیل او یو شمېر نورو برخو کې محدویتونه ولګول چې دغه محدویتونه بیا له ګڼو نړیوالو غبرګونو سره مخ شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG