د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د افغانستان په اړه نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ګارډین (Guardian):

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم د حقونو ملاتړې، ملالې یوسفزۍ د ښوونځي د ملګرې شازیې رمضان په باب د ګورډن براون لیکنه خپره کړې ده، چې په څه ډول په پاکستان کې له تعلیم بې برخې پاتې شویو افغان نجونو ته بسپنه ټولوي.

ګورډن براون چې د برېتانیا د صدارعظم په توګه يې هم دنده ترسره کړې او اوس د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی لیکي، شازیه په ۲۰۱۲م کال کې د ۱۴ کلنۍ پر مهال له خپلې ملګرې ملالې یوسفزۍ سره ښوونځي ته تله.

کله چې پر ملالې یوسفزۍ په سوات کې حمله وشوه، شازیه هم ټپي شوه، خو د ملالۍ رغېدو میاشتې وخت ونیوه.

په ګارډین کې د ګورډن براون په لیکنه، شازیه چې اوس د برېتانیا د ایدنبرګ پوهنتون د نرسنګ په برخه کې لوړې زده‌کړې کوي، تر څنګ یې افغان نجونو ته بسپنه ټولوي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی، په تېره ډسمبر میاشت کې طالبانو پوهنتونو ته ښځې او نجونې له تګ څخه هم منع کړې.

د ګورډن براون په لیکنه کې راغلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۵ ملیونه نجونې له ښوونځیو بې‌برخې دي او په عاجل ډول ملاتړ ته اړتیا لري.

لیکوال زیاتوي، له دغو نجونو ګڼو یې خطرونه پر ځان منلي او د کابل لارو سړکونو ته په اعتراض راوتلي هم دي.

شازیې ویلي، د خپل پوهنتون په ټولګیو کې د پاکستان خیریه ادارو ته بسپنه ټولوي چې دغه ادارې په پټه خو په اغېزناک ډول له تعلیمه د بې برخې پاتې شویو افغان نجونو مرسته کوي.

لیکوال وايي، ګڼې افغان نجونې مجبوره شوي، چې پاکستان ته واوړي او هلته د ۲۳ ملیونو نورو ماشومانو تر څنګ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

فرسټ پوسټ (First Post):

له هندوستانه خپرېدونکې فرست پوسټ ورځپاڼې په دې باب لیکنه خپره کړې، چې په کابل کې د هند تر څنګ د ایران او چین پر سفارتونو د داعش د خراسان څانګې د حملو ګواښ پېښ دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د دې کار هدف دا ښوول شوی، چې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې کمزورې شي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور یوه برخه را اخیستې چې په‌کې ویل شوي، د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د دغو تروریستي حملو خبرداری ورکړی دی.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ځینو حملو مسوولیت منلی دی.

د فرسټ پوسټ د مقالې لیکوال وايي، داعش ډله اوس له طالبانو سره په هغه بڼه په جګړه بوخته ده، چې یو وخت طالبان د افغانستان له تېر حکومت سره بوخت و.

لیکوال وايي، داعش به داسې ډېر ژر طالبانو ته کومه ننګونه پېښه نه‌کړي، خو بیا به هم په اوږد مهال کې د دوی حکومت ته یو خطر پېښ کړي.

مقاله وايي، د داعش خراسان څانګې د اګست میاشتې پر پنځمه د روسیې پر سفارت د حملې مسوولیت هم منلی دی.

په تېر ډسمبر میاشت کې یې په کابل کې د پاکستان پر سفارت هم د حملې مسوولت ومانه او کابل کې یې پر هغه هوټل هم حمله کړې وه، چې چینايي وګړي په‌کې اوسېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG