د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د افغان نجونو او مېرمنو پر محدوديتونو د اروپايي ټولنې بحث؛ د مرستو د دوام ژمنه يې کړې


يو شمېر افغان نجونې پر دوی د لګول شويو محدوديتونو په غبرګون کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان نجونې پر دوی د لګول شويو محدوديتونو په غبرګون کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف

د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې لوړ پوړي استازی جوزپ بورل وايي، دوی د طالبانو له لوري د مرستو رسونې په چارو کې د افغان ښځو د کار د مخنیوي په ناهیلي کوونکي پرېکړې خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي، طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید ته مخه کړې او دا به په دې هېواد کې د مرستې رسونې په چارو جدي اغېز وکړي.

د اروپايي ټولنې وزیران په دې سلا شول چې له افغانستان سره به بشري او د بنسټیزو اړتیاوو مرستو ته دوام ورکوي

د اروپايي ټولنې دغه لوړ پوړي استازي تېره ورځ په یو بیان کې چې د دغه ټولنې په ټويټر پاڼه خپور شوی ویلي: "د اروپايي ټولنې وزیران په دې سلا شول چې له افغانستان سره به بشري او د بنسټیزو اړتیاوو مرستو ته دوام ورکوي، خو دا به مرستې به په داسې ډول کیږي چې په وېشلو کې یې تبعیضي چلند ونه‌شي، نو دا مرستې باید د اروپايي ټولنې د هغه اصولو په رڼا کې دوام ومومي چې نړیوالو مرسته کوونکو تېره اوونۍ پرې هوکړه وکړه، د دې اصولو پر بنسټ به له افغانانو زموږ ملاتړ دوام ومومي، ځکه موږ نه‌غواړو چې افغان مېرمنې له دواړو اړخونو مجازات او وځپل شي، خو دا مرستې باید دقیقې وڅارل شي او د مرستو په هر پړاو جلا جلا پرېکړه وشي."

بورل ویلي، دوی نه‌غواړي افغانستان ته شاه کړي، خو هغه ټینګار وکړ، د طالبانو د یادې پرېکړې په اړه به هم چوپه خوله پاتې نه‌شي.

جوزپ بورل دا هم ویلي، چې دوی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد د وروستي سفر په اړه د هغې ارزونې هم اورېدلي دي.

وروسته له‌هغې چې طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په دسمبر په میاشت کې په افغانستان کې په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره يې په دې اړه خبرې او بحثونه وکړل.

که څه هم اغلې امحمد له دغه سفر وروسته هیله‌مندي ښودلې وه، چې ښايي طالبان په نا دولتي مؤسسو کې افغان مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې برخه کې له ډېرې کمې استثنا پرته کوم مثبت اقدام نه‌دی کړی.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې طالبانو په افغانستان له بیاځلي واکمنېدو سم‌دستي وروسته له شپږمو ټولګیو د نجونو ښوونځي وتړل او په تېره دسمبر میاشت کې یې بیا په یو بل اقدام کې نجونې او ښځې له لوړو زده‌کړو هم راوګرځولې.

طالبانو دغه شان په ښځو حجاب اجباري کړی، ورزشي کلبونو، ښاري حمامونو او تفریحي پارکونو ته له تګ یې هم منع کړي او له شرعي محرم پرته یې پر دوی د لرې واټن سفر بندیز هم لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG