د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

اسټراليا کې ځينو خپلواکو بنسټونو د افغان مېرمنو پر ستونزو بحثونه کړي دي


يو شمېر معترضې افغان مېرمنې
يو شمېر معترضې افغان مېرمنې

په اسټرالیا کې د ښځو د حقونو ځینو فعالانو له شپږو میاشتو راهیسې کمپاین پیل کړی، چې د دغه هېواد مشران د افغان نجونو او مېرمنو ستونزو ته متوجه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله ریتا انوري چې د «سوله د اسیا لپاره» او «په رهبرۍ کې د ښځو د پیاوړتیا- Women Empowerment Leadership» د بنسټ مشره ده وايي، دوی دا هڅه هم وکړه چې په ځانګړي ډول لوستو او هغو مېرمنو ته چې بېلابېلو مسلکونه لري په اسټرالیا کې د استوګنې او کار زمینه برابره شي.

نوموړې وايي: "اسټرالیا د سکیلد مګرانټ- Skilled Migrant په نوم یوه پروسه لري، چې موږ په ځانګړي ډول افغان مېرمنې څنګه وکړای شي اسټرالیا ته راولو چې دلته راشي او کار وکړي، په ځانګړي ډول ښځې که ډاکټرانې او نرسانې دي، چې دلته وکړای شي په خپل مسلک کې خپل کار ته دوام ورکړي."

ګڼو افغان مېرمنو ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې دننه پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کړي، په دې شرط چې د تحصیل او کار مخه یې ونه نیول شي.

ډېری افغان مېرمنې چې تېر نظام کې يې کار کاوه، استراليا ته پناه وړې ده.
ډېری افغان مېرمنې چې تېر نظام کې يې کار کاوه، استراليا ته پناه وړې ده.

د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما د دوشنبې په ورځ یو وار بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړل کېدو په باب اندېښنه وښوده.

دغې ادارې په یوه ټویټ کې ویلي، میاشت وروسته ښوونځي او پوهنتونونه د نوي تعلیمي کال په مخه پرانیستل کېږي، خو په ملیونو ښځې او نجونې به ورڅخه بې برخې وي.

شا و خوا ۵۲۰ ورځې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې، په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ.

په ډسمبر میاشت کې د طالبانو اقتصاد وزارت په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو کار هم منع کړ، چې دې اقداماتو یې په نړیواله کچه عکس العملونه وپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG