د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

جرمني په افغانستان کې 'له ښځو سره د ښځو لپاره' د مرستې رسونې پروژه پيلوي


د جرمني بيرغ
د جرمني بيرغ

جرمني غواړي چې په افغانستان کې یو شمېر ځانګړې پراختیایي پروژې له سره پيل کړي.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له‌مخې برلین دغه اقدام له‌دې سره سره کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه هماغسې پر خپل ځای دي.

جرمني کولای شي افغانستان کې له ښځو سره مرسته وکړي.

د جرمني د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزه (Svenja Schulze) ویلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې "له ښځو سره او د ښځو لپاره" معیار په نظر کې نیول کېږي.

د جرمني زوددویچه سایتونگ ( Süddeutsche Zeitung) ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ دغه خبر خپور کړ او په‌کې راغلي، جرمني کولای شي افغانستان کې له ښځو سره مرسته وکړي.

د جرمني حکومت وایي، تر هغو چې افغان ښځې په پروژو کې کار کولای شي، د هغوی لومړنیو خدماتو ته ژمن دي، ځکه د دوی په ټکو افغانستان کې دا چارې له ښځو د ملاتړ په برخه کې ګټورې دي.

يو شمېر افغان ښځينه کارکوونکې، ارشيف
يو شمېر افغان ښځينه کارکوونکې، ارشيف

د جرمني د اقتصادي او پراختیایي چارو وزیرې په افغانستان کې د خپلو ځانګړو پروژو کار په تېره دسمبر میاشت کې وروسته تر هغې وځنډوه چې طالبانو په کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

دغو بندیزونو د نړیوالو بنسټونو غوسه وپارله او لسګونه هغو په افغانستان کې خپلې چارې یا بشپړې او یا هم قسمي ډول و درولې.

تر دغو بندیزونو وروسته د ملګرو ملتونو دوه لوړپوړي پلاوي کابل ته ولاړل، خو په ظاهره ونه توانېدل چې طالبان د دغو بندیزونو لرې کولو ته اړ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیټس که څه هم تېره جنوري میاشت کې افغانستان ته له سفر وروسته وویل، له طالبانو یې د ښځو د کار په برخه کې ښې ژمنې ترلاسه کړي دي.

له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه
له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه

ګریفیټس ویلي، تر هغو چې دغه ژمنې عملي نه‌شي، دوی باور نه‌شي پرې کولای.

اوس د جرمني د اقتصادي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزې د خپلو پروژو د کار د بیا پیل له اعلان سره هم‌مهاله یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته ژمن پاتې شي.

نوموړې وویل، په افغانستان کې ناوړه بشري ناورین ته په کتو، جرمني باید د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

د جرمنې دغې چارواکې ویلي، که هېواد یې د افغانستان هغو سیمو کې خپلې پروژې ودروي چې ښځې په‌کې کار کولای شي، په حقیقت کې دا د افغان ښځو کمزوري کول او هغوی ته سزا ورکول دي.

خبر کې دا نه‌دي راغلي چې، د جرمني دا پراختیایي پروژې په کومو برخو تمرکز لري، خو تېر کال دغه هېواد دغو پروژو ته چې تر ډېره د خېر ښیګنې وې، دوه سوه میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG