د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان ښځو بندیزونه وغندل


د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو ځينې وزیران چې د مونیخ په کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.
د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو ځينې وزیران چې د مونیخ په کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال د مونيخ امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې ښځې دي ویلي، دوی د طالبانو دا هڅې چې افغان مېرمنې يې له ټولنیز ژوند څخه ګوښه کړي په کلکه غندي.

د البانیا، اندورا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایسلنډ، کوسوو، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانې وايي، دوی د طالبانو دا هڅې په کلکه غندي چې افغان مېرمنې يې له ټولنیز ژوند ګوښه کړي دي.

دوی چې د ۲۰۲۳ کال د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی وو، د شنبې په ورځ یې په يوې ګډې اعلاميه کې وویل چې په افغانستان کې ښځې په پارکونو کې له ګرځېدو منع دي، په تصویري رسنیو کې نه لیدل کېږي، ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو بې برخې دي او اوس د بشري مرستو په رسولو کې د دوی په کار هم بنديزونه لګول شوي دي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې طالبان د افغانستان د نيمايي وګړو د حقونو په تر پښو لاندې کولو سره د دغه هېواد د ټولو خلکو راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي.

په دې ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو لرې کولو ته ژمن دي، په ځانګړې ډول د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې چې پر بنسټ یې ښځې کولای شي په افغانستان کې سختو اړمنو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو پر وړاندې د افغان معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور. August 15 2022
د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو پر وړاندې د افغان معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور. August 15 2022

د دغې اعلامیې په یوه بله برخه کې ویل شوي چې دوی د عدالت او ازادۍ په ورځنۍ مبارزه کې د ایران د ښځو او نارینه وو تر څنګ ولاړ دي، ځکه چې د دوی په وینا د دغو ښځو مبارزه ښيي چې یوازې په ایران او افغانستان کې نه بلکې په هر ځای کې که ښځې خوندي وي، ټول به خوندي وي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم په دې اړه څه نه وايي چې دې غونډې ته د دوی استازي بلل شوي او که نه، خو د لسو ښځينه بهرنيو چارو وزيرانو دا څرګندونې يې ناسمې وبللې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه ازادي راډیو ته وویل: "دا خبرې حقيقت نه لري. ښځو او نجونو ته د اسلام په چوکاټ کې حق ورکول کېږي، دا د نظام مکلفيت دی، دا څرګندونې ناسمې دي، ځينې اصلاحات چې منځته راځي، په دې معنا نه دي چې د چا حق دې واخيستل شي."

د مونیخ امنیتي کنفرانس درې ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۸مه نېټه د جرمني په مونیخ ښار کې د ۹۰ هېوادونو د مشرانو او لوړ پوړو پلاوو په ګډون پیل شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو حضور نه درلود.

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې یو نیم کلنې واکمنۍ په موده کې هر ځل د ټولو افغانانو په ځانګړې ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړی، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي، ښځې له محرم پرته د سفر اجازه نه لري، دوی يې پارکونو او ورزشي کابونو ته له تلو منع کړي او په وروستيو کې يې پوهنتونونو ته له تګ او په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG