د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

لاس انجلس ټايمز: د طالبانو مشران اوس په عام محضر کې پر يو بل مبهم انتقادونه کوي


يو شمېر طالب چارواکي
يو شمېر طالب چارواکي

لاس انجلس ټایمز:

  • لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې، د طالبانو مشران اوس په عام محضر کې پرته له‌دې چې نومونه واخلي پر یو بل مبهم انتقادونه کوي.

لاس انجلس ټایمز د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د څو ورځې مخکې خبرو ته اشاره کړې چې د طالبانو په اداره کې يې د واک پر انحصار کلکې نیوکې کړې وې.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د سراج الدین حقاني خبرې د طالب مشرانو تر منځ د یوه ښکاره وېش څرګندویه بللې.

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله په وروستیو څو میاشتو کې په خپلو هغو تګلارو ټینګ ولاړ دی چې له‌مخې یې ښځې او نجونې له تعلیم محرومې شوي او په غیر دولتي مؤسسو کې کار نه‌شي کولای.

دې سختدریځيو د نړیوالو تُند عکس العملونه پارولي او د طالبانو حکومت یې له لا زیاتې انزوا سره مخ کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د طالبانو د مشرانو تر منځ د وېش یا مخالفتونو خبره رد کړې ده.

انډېپنډنټ:

  • انډېپنډنټ ورځپاڼې د برېټانیا د فرهنګي تعلیمي شورا/بریټش کونسل په اړه مقاله لیکلې چې ګواکې د خپلو افغان همکارانو په ایستلو کې پاتې راغلې ده.

په مقاله کې د دې شورا د پخواني مرستیال جوزیف سیټون خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، بریټش کونسل له افغانستانه د خپلو افغان همکارانو د را ایستلو په برخه کې بې پامي کړې ده.

بریټش کونسل د برېټانیا فرهنګي – تعلیمي شورا ده چې په ګڼو هېوادونو کې څانګې لري.

اکثر د انګریزي ژبې کورسونه او د ازموینو چارې مخته وړي.

د انډېپنډنټ په مقاله کې راغلي چې، د دې شورا ۱۰۹ افغان همکاران لا هم په افغانستان کې دي او له دې په پټه ژوند کوي چې د طالبانو له‌خوا د برېټانیا د همکارۍ او اړیکو په تور هدف ونه ګرځول شي.

برېټانیا هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر ژمنه کړې وه چې خپل افغان همکاران به له‌دې هېواده باسي او په برېټانیا کې به یې د دایمي هستوګنې زمینه برابروي.

د بریټش کونسل افغان همکاران اکثر روزونکي د برېټانیا د کډوالۍ په شرایطو برابر وو خو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې هېڅ یو برېټانیا ته نه‌دی بېول شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG