د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

امينه محمد: افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت بايد پای ته ورسيږي


امينه محمد
امينه محمد

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد وايي، په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب د نجونو زده‌کړه ده او نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د دې حق د خوندي لپاره یو موټی و اوسي.

امينه محمد د "زده‌کړه نه‌شو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل استولي پیغام کې ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو راګرځولي، نو په همدې دلیل د هغې په خبره، د افغان نجونو او ښځو غږ باید اوچت وساتل شي او دوی باید یوازې پرې نه‌ښودل شي.

"موږ بايد په افغانستان کې د تغيیر خوځښت رامنځ‌ته کړو

نوموړې په خپل پيغام کې ويلي: "موږ بايد په افغانستان کې د تغيیر خوځښت رامنځ‌ته کړو او دا باور جوړ کړو چې په ټولنه کې توپيري چلند دوام نه‌شى کولاى. مرغۍ په یوه وزر نه‌شي الوتلی. د زده‌کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او همکارې ادارې يې هڅه کوي، څو په کليو اوبانډو کې له زده‌کړو پاتې کسانو ته د تعلیم زمينه برابره کړي."

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او تر خوا یې نږدې دوه میاشتې وړاندې نجونې او ښځې پوهنتونونو له تلو هم را وګرځولې.

د نجونو يو ښوونځی، ارشيف
د نجونو يو ښوونځی، ارشيف

د طالبانو دې کار ته په همدې غونډه کې د افغانستان د روباټیک ټیم مشرې سُمیا فاروقي د "وحشت" نوم ورکړ.

هغې وویل، وروسته له‌دې چې طالبانو افغان نجونې له ښوونځیو او بیا پسې له پوهنتونونو را وګرځولې، د دوی لپاره یې دا دنیا په زندان بدله کړه.

د سُمیا فاروقي په خبره، نن سبا افغان نجونې او ښځې د ظلم او ستم له امله ځوريږي، ځکه دوی په ټولنه کې له زده‌کړو، مشارکت او کار کولو محرومه دي.

سُمیا فاروقي "زده‌کړه نه‌شو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل خبرو کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د خبرو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د دې له قوله، رښتینی او معنا لرونکی عمل کولای شي مثبت بدلون رامنځ‌ته کړي.

په ورته وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي.

دې ادارې پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګول شویو ټولو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې.

د مهاجرت نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو لګول شویو ټولو بندیزونو ته اشاره کړې او زیاتوي، له هغې وروسته چې طالبان په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی، دوی نه‌شي کولای چې اړمنو خلکو ته ورسېږي.

دې سازمان دا بندیزونه د افغان نجونو او ښځو په بشري حقونو برید بللی او هر څه ژر یې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

له طالبانو مو په دې اړه پوښتنه وکړه خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو وړاندې تر دې یې ویلي چې، د شريعت په چوکاټ کې پر یو طرزالعمل کار کوي چې له‌مخې به یې ډېر ژر دا ستونزه حل شي، خو تر دې دمه په دې اړه هیڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

ها خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم نن ویلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نجونې د زده‌کړو حق لري او هیڅوک باید په هره کچه کې وي چې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو شمېرو له‌مخې، همدا اوس په نړۍ کې ۷۸ میلیونه نجونې او هلکان ښوونځي ته‌ نه‌‌ځي، هغه چې دا سازمان یې لوی ناورین بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG