د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د خدماتو نشتوالي معتاده امیندواره ميندې او د هغوی ماشومان له خطر سره مخ کړي دي


يوه معتاده مېرمن، ارشيف
يوه معتاده مېرمن، ارشيف

ډاکټران وايي چې، د درملنې اسانتیاوو نه درلودل ځينې معتاده اميدواره میندې او د هغوی په ګېډه کې ماشومان له خطر سره مخ کړي دي.

څلور میاشتې کېږي چې معصومه اميندواره ده، دا د بلخ ولایت له يوې لرې سيمې څخه کابل ته راغلې ده.

دا معتاده مېرمن غواړي ډاکټران مشورې ورکړي چې د امیندوارۍ په بهير کې څنګه خپل ځان او ماشوم له نشو څخه وساتي.

مېړه مې مجبوره کړمه او ويې ډبولم، ويل ته هم نشه وکړه

معصومه وايي چې، يو ځل يې درملنه شوې، خو دا چې د دې د خاوند په ګډون د کورنۍ ټول غړي يې معتادان دي، نو دا هم بېرته معتاده شوې ده، اوس نه‌شي کولای چې سم‌دلاسه او په لنډ وخت کې نشه پرېږدي.

نوموړې وايي: "نژدې دوه کاله کېږي چې واده مې کړی دی، تر واده وروسته مې مېړه، خسر، لېورونو، ټولو د ښیښې نشه کوله، مېړه مې مجبوره کړمه او ويې ډبولم، ويل ته هم نشه وکړه، ته تر موږ ښه نه يې چې نشه نه‌کوې. یو کال کېږي چې ما هم له دوی سره د ښیښې نشه وکړه، هيڅ مې نه خوړله، له همدې امله مې ماشوم نقصان کړ."

د طالبانو د حکومت د اتلس مياشتني حکومت په بهير کې د معتادینو د درملنې تر څلوېښتو ډېر مرکزونه تړل شوي چې په دې لړ کې ځينو مرکزونو يې د معتادو ښځو او ماشومانو درملنه کوله.

د معتادينو د درملنې يو مرکز، ارشيف
د معتادينو د درملنې يو مرکز، ارشيف

د معتادینو د درملنې مرکزونو کارکوونکي وايي چې، د معتادو ښځو له‌پاره د روغتيايي اسانتیاوو نشتوالي، په تېره بیا معتادو امیندوارو ميندو او د هغوی د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د معتادینو د درملنې یوه مرکز کارکوونکې ډاکتره شينکۍ مينه‌وال وايي چې، امیندواره معتاده مور په هر حالت کې د لنګون له‌پاره په يوه روغتيايي مرکز کې بستري کېدو ته اړتیا لري.

"معتادې مېرمنې باید په روغتون کې د لنګون پړاو تېر کړي

نوموړې وايي: "معتادې مېرمنې باید په روغتون کې د لنګون پړاو تېر کړي، دا چې دوی معتادې دي نو وينه يې کمه ده، د وجود مقاومت يې کم او ستونزې يې ډېرې دي. موږ هيڅ وخت نه‌شو کولای چې پر هغوی سم‌دلاسه نشه‌يي مواد بند کړو، که دا کار وکړو سخت دردونه ورته پيدا کېږي او همدا دردونه د دې سبب کېږي چې ماشوم يې نقصان شي."

هغه معلومات چې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د ناروغانو له خولې ثبت شوي ښيي، هغه ښځې چې پخوا په نشه‌يي بوټو معتادې وې، اوس يې هيرويينو، ښیښې او نورو کېمياوي نشه‌يي موادو ته مخه کړې ده.

ډاکټران وايي چې، کېمياوي نشه‌يي مواد تحریک کوونکي دي او کله چې د مور له وينې سره ګډ شي، د هغې په ګېډه کې پر ماشوم خورا ژر اغېز کوي.

غورکې پر نشه‌يي توکو روږدې يوه کورنۍ، ارشيف
غورکې پر نشه‌يي توکو روږدې يوه کورنۍ، ارشيف

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې، اعتیاد د امیدوارۍ په ټولو پړاونو کې پر مور او ماشوم ناوړه اغېزې کوي.

ډاکټر کوشان وايي: "د کېمياوي نشه‌يي موادو جوړښت داسې دی چې د پلاسنټا له پردې څخه تېرېږي. پلاسنټا د مور په ګېډه کې د مور او ماشوم تر منځ د اړيکې وسيله ده چې له دې لارې د مور له جسم څخه ماشوم ته خواړه رسېږي. دا چې نشه‌يي مواد د وجود په غوړو کې حل شوي دي، ځکه نو په اسانۍ سره کولای شي چې له پلاسنټا څخه تېر شي او ځان ماشوم ته ورسوي. هغه اغېز چې نشه‌يي مواد يې پر معتاده مور کوي، هغومره اغېز د هغې په ګېډه کې پر ماشوم هم کوي."

که څه هم د طالبانو حکومت په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو کار محدود کړی، ولې په روغتيايي ادارو کې ښځې له دې محدودیت څخه مستثنا ګڼل شوي دي، خو بیا هم ځينې روغتيايي ادارې وايي چې د دې محدودیت له امله د دوی اداري کارکوونکي له کاره ګوښه شوي او له ښځو سره مرسته نه‌شي کولای.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG