د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د بستر خدماتو کمښت له کبله ځينو معتادینو غيرمعياري درملنې ته مخه کړې


د معتادينو يو روغتون
د معتادينو يو روغتون

يو شمېر معتادین وايي چې د معتادینو په مرکزونو کې د بستري خدماتو د نشتوالي له امله د دوی کورنۍ هغوی داسې ډاکټرانو ته ورولي چې په کور کې د هغوی درملنه کوي.

صديق الله (۲۵) کاله عمر لري، دی په وروستيو مياشتو کې په کابل کې څو ځله د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورغلی دی، خو چا نه دی بستري کړی او ده هم خپلو نشو ته دوام ورکړی دی.

د صديق الله کورنۍ په کابل کې يوه میاشت مخکې له يوه درملتون څخه د نشې پرېښودلو درمل رانيول چې د دې درملو په مرسته په کور کې د صدیق الله درملنه وکړی، خو د متخصص ډاکټر پرته يې د دردونو زغم نه درلود او له کوره وتښتېده.

"پنځه زره روپۍ مې ورباندې ورکړې، راته ويې ليکل چې درې ورځې او درې شپې به درد لرې

نوموړی وايي: "پنځه زره روپۍ مې ورباندې ورکړې، راته ويې ليکل چې درې ورځې او درې شپې به درد لرې، تر هغه وروسته هوسا کېږې. یو ډول شربت د خوب او نور شربت د اعتیاد د درملنې لپاره دي، خو پر ما يې هيڅ اغېز و نه کړ، په هماغو دردونو، فکرونو، اندېښنو او تشنج کې به وم، زړه مې غوښتل چې بیا هماغه عمل ته دوام ورکړم، درې ورځې او شپې مې ځان درد ته ټينګ نه کړ، هماغه درد درباندې راځي، کله چې حمله درباندې راغله مجبوره يې چې له کوره وتښتې او ځان بېرته پخوانیو انډيوالانو ته ورسوې."

په تېر يوه کال کې د معتادینو د درملنې د مرکزونو له بندېدو او داخل بستر خدماتو له کموالي سره په کابل او نورو ولایتونو کې ځينو درمل پلورونکو پر خپل سر د معتادینو د علاج درمل خرڅول پيل کړي دي.

دا درملتونونه معتادینو ته څلور ډوله درمل ورکوي چې يو د معدې شربت، بل د خوب درمل، ويټامينونه او نشو پرېښودلو درمل دي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

ثناالله رخشاني په هلمند ولایت کې یو معالج ډاکټر دی، ده له څو میاشتو راهيسې په کابل کې د يوه درمل پلورونکي شرکت په مرسته په هلمند کې د معتادینو درملنه پيل کړې ده.

که څه هم د هلمند ولایت د عامې روغتيا رياست تازه د ښاغلي رخشاني د فعالیت مخه نيولې ده، خو دی وايي چې د دې درملو په مرسته د معتادینو علاج خورا ګټور او موثر دی.

ښاغلی رخشاني وايي: "دا درملنه شل ورځې وخت نيسي، شل ورځې وروسته بېرته ناروغ راغوښتل کېږي او د مولټي ډرګ معاینات يې کېږي چې ایا دا درمل ګټور تمام شوي که نه؟ دا درمل په ضمانت سره ورکول کېږي، ضمانت کارډ لري، تر هغه وروسته د ناروغ پايواز ته لارښوونې کېږي. دا درمل په سلو کې (۹۰) خامخا کار کوي، ځکه کله چې یو څوک د درملو د اغېز په اړه ډاډه نه شي چا ته داسې ضمانت نه ورکوي."

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر بریالی میوندی په کور کې د ناروغ درملنه ممکن کار بولي، خو زياتوي چې دا کار له ستونزو او خطرونو څخه ډک دی.

"دا درملنه شل ورځې وخت نيسي، شل ورځې وروسته بېرته ناروغ راغوښتل کېږي

نوموړی وايي: "اعتیاد يوه ناروغي ده او په کور کې د دې ناروغۍ درملنه امکان لري، خو هغه اثرات، زيانونه، رواني او جسمي تکليفونه چې د معتاد په وجود کې پاتې کېږي باید د يوه مسلکي شخص له‌خوا يې مديریت وشي. باید معتاد ته ځينې مهارتونه ورزده کړل شي چې عادي ژوند ته راوګرځي. په داسې حالت کې د نشو پرېښودل امکان لري، خو دا ډېر امکان لري چې ناروغ تر درملنې وروسته بيرته نشو ته مخه کړي."

په تېر يوه کال کې د معتادینو د درملنې تر څلوېښتو ډېرو مرکزونو تړل او ځينو مرکزونو کې د داخل بستر خدماتو کموالي، ډېر هغه معتادین له درملنې بې برخې کړل چې غوښتل يې په خپله خوښه نشه پرېږدي.

د دې معتادینو ځينې کورنۍ مجبوره شوي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره غير معياري لارو چارو ته مخه کړي.
------------------------
راپور: مرسلین ارسلا:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
XS
SM
MD
LG