د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

بادغيس: پر نشه د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تېرو اته مياشتو راهيسې فعاليت نه دی کړی


ارشيف
ارشيف

په بادغیس ولایت کې د معتادینو د درملنې يوازيني شل بستريز مرکز تړلو د بادغیس ولايت د څو زرو معتادینو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

بسم الله دېرش کاله مخکې ایران ته د کار لپاره تللی و چې هلته په هيروينو معتاد شو، ده ازادۍ راډيو ته وويل، د معتادینو د درملنې روغتون تړلو د ده هيلې له خاورو سره خاورې کړې.

نوموړي وويل: "موږ ټوله هيله لرو چې درملنه مو وشي، ټول هلکان هوښياريان دي او آن دا چې په دوی کې داسې ځوانان هم شته چې پوهنتونونه يې ويلي دي. هيڅوک نشته چې زموږ پر سر لاس راتېر کړي او راته ووايي چې وروره، پلاره يا نيکه راشئ چې درملنه مو وکړم."

دوه دېرش کلن غلام مصطفی يو بل معتاد دی، دی د بادغيس په قلعه نو ښار کې د خپل ژوند د ناخوالو په اړه داسې وايي

نوموړی وايي: "همدا اوس مې سر ډېر درد کوي، موږ معتادان د سړکونو پر غاړه، په هديرو او دښتو کې ژوند کوو، په ښار کې خس، خاشاک او زاړه اضافي شيان را ټولوو او بیا يې خرڅوو يې."

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندېدو سره سم، تر اتو مياشتو ډېر وخت کېږي چې په بادغيس ولايت کې د معتادینو د درملنې مرکز خپل فعالیت بند کړی دی.

د دې روغتون مسئول ډاکټر امین الله متين وايي، اوسمهال په بادغیس ولايت کې د یوه معتاد درملنه هم نه کېږي، ده ازادۍ راډيو ته وويل: د اوس لپاره د دې روغتون د بيا فعاله کېدو لپاره هيڅ پلان نشته.

ښاغلی متين وايي: "له بده مرغه چې د روغتون د بستري کېدو فعاليتونه له څه وخته راهيسې د تخصيص يا بودجې د نشتوالي له امله ځنډېدلي دي، کله چې د لګښت لپاره بودجه راغله موږ کولای شو چې د روغتون ټول بسترونه ډک کړو او د بستري کېدو فعاليتونه پيل کړو. "

د لويديځې حوزې روغتيايي چارواکي وايي چې، په بادغيس ولايت کې د معتادینو د درملنې شل بستريز روغتون په ۱۳۹۵ شمسي کال کې د امريکا متحده ايالتونو په مالي مرسته فعاليت پيل کړ.

د ډاکټر امين الله متین په وينا، د پخواني حکومت تر نسکورېدو مخکې په دې روغتون کې د نژدې زرو معتادانو درملنه شوې ده.

د هرات ولايت اوسېدونکی ډاکټر زمری حصين د معتادانو د درملنې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، دی وايي که د معتادانو د درملنې مرکزونه نه وي او معتادان همداسې پرېښودل شي، دا کار دا مانا لري چې هغوی د مرګ په دام کې نښتي دي.

نوموړي ويلي:" که د معتادانو د درملنې دا مرکزونه خلاص نه شي، که معتادانو ته نشه يي مواد و نه رسېږي او سمه درملنه يې هم و نه شي، کېدای شي چې هغوی د مرګ له خطر سره مخ شي. "

د طالبانو تر دوهم ځل واک ته رسېدو څه موده وروسته، له اتو مياشتو راهيسې د طالبانو حکومت له بادغيس ولايت پرته له هرات، فراه او نيمروز څخه زرګونه معتادان د دې لپاره راټول او زنداني کړل چې نشه پرېږدي، خو ځينې ډاکټران د معتادانو د درملنې دا ميتود علمي او ګټور نه بولي.
---------------------
راپور: شاهپور صابر

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00



XS
SM
MD
LG