د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

نيمروز کې زنداني شوي دوه زر معتادان؛ ۵۰۰ يې ازاد کړی شول


ارشيف
ارشيف

دلته د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې هوايي ډګر ته نژدې په يوه زندان کې له څو مياشتو راهيسې یو زر او اته سوه معتادان له دې امله ساتل کېږي چې نشه پرېږدي. له دوی څخه پنځه سوه يې تازه تر نشې پرېښودلو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د نيمروز ولايت د معتادانو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسئول ډاکتر خليل کاظمي ازادۍ راډيو ته وويل، په دې تداوي شويو ناروغانو کې ځينې يې نورې ناروغۍ هم لري چې د نشې تر پرېښودلو وروسته به يې درملنه وشي.

" موږ نژدې (۵۱) ناروغان درلودل چې د تور او سپين ژړي ناروغۍ يې درلودې، د دوی درملنه تر اوسه نه ده شوې او په زرنج ښار کې دي، ان شاالله چې د امکان په صورت کې به د دوی درملنه هم وکړو، نژدې له څلورو مياشتو راهيسې مو بودجه نه درلوده او د معتادو ښځو او ماشومانو شل بستريز روغتون خو بيخي له څوارلسو مياشتو راهيسې بودجه نه درلوده. "

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان او ځينو نورو مرستندويه ادارو په وروستیو مياشتو کې د افغانستان د روغتيايي ادارو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل او د روغتونونو د اړتياوو په برخه کې يې هم ځينې مرستې ورسره وکړې، خو له اوه میاشتو راهیسې د معتادانو د درملنې په برخه کې هیڅ ډول مالي او تخنيکي مرستې نه دي شوي.

هغه معتادان چې د طالبانو د حکومت له خوا په زندانونو کې ساتل کېږي، په زندان کې د خپل وضعيت په اړه شکایت کوي، ځکه د دوی په وينا، په زندان کې معتادان ډېر دي او د خوړو د نشتوالي تر څنګ روغتيايي امکانات هم نه لري.

د معتادانو د درملنې متخصص ډاکټر منصور ارشاد د معتادانو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستنو بندېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، له درملنې پرته معتادان په زندانونو کې هغوی له نورو ستونزو سره مخ کوي:

" وينم چې ډېر خلک نشه کوي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، کله چې د نشه يي موادو دومره ډېرو معتادانو ته پر وخت روغتيايي اسانتياوي برابرې نه شي، نو يو لوی ناورین به پېښ شي. "

د زنداني معتادانو د وضعيت په اړه شکايتونه داسې مهال راپورته کېږي چې په افغانستان کې د معتادانو د درملنې ډېری روغتيايي مرکزونو د بستري کېدو خدمات درولي دي، خو د طالبانو د حکومت له خوا اوس هم له ښارونو څخه معتادان راټولېږي او د نشې پرېښودلو لپاره په زندانونو کې ساتل کېږي.

ـــ

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

XS
SM
MD
LG