د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د فراه اوسېدونکي: د نشه يي توکو ازاد پېر او پلور روږدي ډېر کړي


په فراه کې یو شمېر په نشه يي توکو روږدي کسان
په فراه کې یو شمېر په نشه يي توکو روږدي کسان

د فراه ولایت اوسېدونکي په دې ولايت کې د نشه يي موادو د ازاد پېر او پلور له امله سرټکوي.

د فراه ولايت ځيني اوسېدونکي او روږدي وايي د پرچون په بڼه د نشه يي موادو خرڅول او نشه يي موادو اسانه پيدا کېدل د دې لامل شوي چې د روغو ځوانانو تر څنګ هغه ځوانان هم بېرته معتاد شي چې يو ځل يې درملنه شوې ده.

د نشه يي موادو  خرڅوونکي يا ساقيان ډېر شوي او دولت يې نه نيسي.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۸ کلن عزيز احمد له درېيو کالو راهيسې نشه کوي.

دی وايي، څو ځله يې نيت کړی چې نشه پرېږدي، خو دا چې په فراه ولایت کې نشه يي توکي اسانه پيدا کېږي، نو له دې هوډه بېرته پر شا شوی دی.

احمد زیاته کړه: "د نشه يي موادو خرڅوونکي يا ساقيان ډېر شوي او دولت يې نه نيسي. دولت موږ هم همداسې يوازې پرې ايښي يو، نژدې درې کاله کېږي چې زه معتاد شوی يم، هېچا مرسته نه ده راسره کړې، نه دولت او نه هم بل چا. پخوا به په ښار کې يو يا دوه ساقيان وو، خو اوس د ښار په هره څنډه کې شل ساقيان ناست دي."

د فراه ولایت ځيني اوسېدونکي نشه يي توکو ته اسانه لاس رسي اندېښمن کړي، دوی وايي، که د نشه يي موادو د خرڅوونکو یا ساقيانو مخه و نه نيول شي، نو دې ولایت کې به نور ځوانان هم په نشو اخته شي.

د احمد او محمود شاه په نوم د فراه دوه اوسېدونکي بيا د نشه يي موادو د ازادانه خرڅلاو په اړه حکومت ګرم بولي: "فراه کې نشه يي مواد په ازاد ډول پلورل کېږي، دولت هم داسې خاص اقدامات نه دي کړي چې د دې نشه يي موادو د خرڅوونکو مخه ونيسي.

-معتادين په اسانۍ سره کولای شي نشه يي مواد ترلاسه کړي. که امنيتي مسوولین يې مخه ونيسي، نو پر معتادينو به نشه يي مواد لږ شي، کله چې نشه يي مواد لږ شول، طبيعي خبره ده چې معتادين به هم را کمېږي."

په فراه کې یو شمېر روږدي کسان
په فراه کې یو شمېر روږدي کسان

د فراه د ولایتي شورا څېړنې ښيي چې د امنيتي مسوولينو بې پروايي او وظيفوي غفلت د دې لامل شوی چې دې ولایت کې د نشه يي موادو کار او بار او معتادين ډېر شي.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي چې د فراه ولایت لپاره د نشه يي بوټو کښت، توليد، قاچاق او استعمال يو ستر اجتماعي ګواښ دی.

نعیمي زیاته کړه: "فراه ولايت کې د هرې ورځې په تېرېدو سره معتادين ډېرېږي او دې کار موږ ته یوه ډېره ستره اجتماعي ستونزه جوړه کړې. موږ له امنيتي مسولينو غواړو چې د نشه يي موادو د خرڅوونکو په نيولو کې کوښښ وکړي او معتادین هم له ښاره ټول کړي."

د فراه امنيه قومانداني د دې تورونو او اندېښنو په ځواب کې وايي چې د دوی پولیسو يوازې د روان لمریزکال په تېرو شپږو مياشتو کې ۳۰ هغه کسان نيولي چې نشه يي مواد يې د پرچون په بڼه خرڅول.

د افغان دولت د څېړنو له مخې فراه د افغانستان په هغو ۱۲ ولايتونو کې ګڼل کېږي چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG