د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

معتادان: زندان کې مو مياشتې تېرې شوي، خو طالبان بيا هم کور ته د تلو اجازه نه‌راکوي


د فراه زندان کې معتادین
د فراه زندان کې معتادین

په زندانونو کې معتادان شکايت کوي چې په زندان کې يې څو مياشتې تېرې شوي، خو د طالبانو حکومت بيا هم کورونو ته د تلو اجازه نه‌ورکوي.

که څه هم دا معتادان په زندان کې د خوراکي موادو په اړه خوښ دي، خو وايي چې د نشه‌يي موادو پرېښودلو لپاره د ډاکترانو او درملو اسانتيا نه‌لري.

صابرشاه یو له دغو کسانو دی چې پخوا یې چرس څکول او شپږ میاشتې مخکې د طالبانو حکومت زنداني کړ، خو په دې موده کې يې د ډاکتر او درملو پرته چرس پرېښي او اوس په زندان کې د چرسو پر ځای په نسوارو خپل خمار ماتوي.

د فراه ولايت صابرشاه او کندهار ولایت صمد چې د اعتياد له امله له شپږو مياشتو راهيسې په زندان کې شپې او ورځې تېروي وايي چې په دې موده کې يې د کورنۍ يو غړی هم نه‌دی ليدلی.

دوی زياتوي چې په زندان کې معتادان ډېر دي او او دوی ډېر تنګ شوي دي: "له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه ده چې روژه شوه، هوا توده ده، دلته خلک ډېر دي، دا زندانيان دې ازاد کړي."

"شپږ مياشتې کېږي چې دلته يم، دلته د معتادانو شمېر ډېر دی، روژه هم رارسېږي او دلته ډېره ګرمي ده، زما هيله دا ده چې موږ دې خوشې کړي، دلته زندانيان بېخي ډېر دي، په يوه بلاک کې ۱۷۰ زندانيان اوسېږي او هوا هم ګرمه ده."

د فراه زندان کې معتادین
د فراه زندان کې معتادین

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، کله چې دوی ډاډمن شول چې په زندان کې معتادانو نشه پرېښې ده، نو د خپلو کورنيو تر ضمانت وروسته به‌يې خوشې کړي.

د نړیوالو روغتيايي معيارونو له مخې د اعتياد د درملنې لپاره ۴۵ ورځې په پام کې نيول شوي چې په دې موده کې د ناروغ پر جانبي روغتيايي عوارضو سربېره د هغه ذهني او رواني درملنه هم کېږي.

د معتادانو د درملنې د برخې ارواپوهان وايي، اعتياد يوه ناروغي ده چې د انسان له روان او ذهن سره تړلې ده، معتاد له نشه‌يي موادو څخه د فزيکي واټن ترڅنګ دې ته اړتیا لري چې له نشه‌يي موادو څخه په ذهني لحاظ هم ليرې کړل شي.

په دې اړه ارواپوه سالم سديد وايي، په زندان کې د معتادانو ساتل د دې لامل کېږي چې د هغه په زړه کې عقده پيدا شي او تر خوشې کېدو وروسته بېرته نشو ته مخه کړي.

دی وايي: "د معتادانو د درملنې په برخه کې يوازنی ميتود چې هېڅ د عملي کېدو وړ نه‌دی هغه زور او فشار دی. که ناروغ فکر وکړي چې په زور نشې پرېښودلو ته اړ کېږي، ضد کوي او درملنې ته غاړه نه‌ږدي، يوازنۍ لاره چې معتاد نشې پرېښودلو ته هڅوي هغه د معتاد خوښه او په ذهني لحاظ درملنې ته چمتو کول دي چې دا کار په زندان کې امکان نه‌لري."

د فراه زندان کې معتادین
د فراه زندان کې معتادین

د طالبانو حکومت تر دوهم ځل واک ته رسېدو دوه مياشتې وروسته هغوی د افغانستان له لويو ښارونو څخه زرګونه معتادان راټول او زندانونو ته واچول.

خو د معتادانو د درملنې کارپوهان، د ډاکتر، درملو او ارواپوه پرته د معتادانو زنداني کول د روغتيايي اصولو خلاف کار بولي او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د معتادانو د درملنې د مرکزونو په بيا فعاله کېدو سره هغوی په دې روغتيايي مرکزونو کې بستري کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
XS
SM
MD
LG