د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

 د نيمروز په زندان کې څو معتادینو ۱ معتاد سوځولی او وژلی دی


طالبان معتادین ټولوي
طالبان معتادین ټولوي

د طالبانو حکومت په وروستيو اوونيو کې د نيمروز له مرکز زرنج ښار څخه تر پنځه سوه ډېر معتادین راټول کړي او له نشه يي موادو څخه د ليرې والي لپاره يې د نيمروز ولايت په پخواني زندان کې ساتلي دي.

تېره اوونۍ دوشنبه په دې زندان کې د معتادینو تر منځ نښته وشوه چې په پایله کې يې يو معتاد په وهلو وهلو په اور کې وسوځول شو او په دې ډول ووژل شو.

د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو امر بهرام حقمل ازادۍ راډيو ته وويل چې تراوسه د دې پېښې اصلي علت نه دی څرګند شوی، خو د دې پيېښې په تړاو ۷ کسان نيول شوي او په دې اړه پلټنې رواني دي.

حقمل وایي:" په تېرو اوونیو کې له زرنج ښاره معتادین راټول او د درملنې لپاره يوه ځای ته یووړل شول، خو له بده مرغه چې څو معتادینو يو بل معتاد ته اور واچاوه. د دوی د دې کار دليل تر اوسه معلوم نه دی او د دې پېښې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره اته نفره نيول شوي دي. "

ارشیف: معتاد چې د درملنې لپاره زندان ته وړل شوی
ارشیف: معتاد چې د درملنې لپاره زندان ته وړل شوی

په نیمروز ولايت کې ځينو سرچينو ازادۍ راډيو ته وويل چې د دې نښتې اصلي علت هغوی ته د خوړو نه رسېدل دي، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه مني.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو وروستيو مياشتو کې له کابل، کندهار، فراه، نیمروز او هرات ولايتونو څخه زرګونه معتادین راټول کړي او د دې لپاره چې نشه يي مواد په لاس ور نه شي، هغوی په زندانونو کې ساتي.

د معتادینو د درملنې کارپوهان اعتیاد يوه روغتيايي او رواني ستونزه بولي او وايي چې نشه د انسان رواني حالت ويجاړوي، کله چې پر معتاد په يوه ځل نشه يي مواد بند کړل شي، د معتاد ځان له واکه وزي او په ډول ډول جرمونو لاس پورې کوي.

ارشیف؛ په کابل کې معتادین د درملنې مرکزونو ته وړل کېږي
ارشیف؛ په کابل کې معتادین د درملنې مرکزونو ته وړل کېږي

ډاکټر منصور ارشاد وايي چې معتاد ناروغ دی او له روغتيايي او طبي خدماتو پرته د هغه زنداني کول خپله معتاد او ټولنې ته ستونزې پيدا کوي.

ښاغلی ارشاد وایي:" اعتياد د نورو ناروغيو په شان يوه روغتيايي ستونزه ده چې يوازې په مسلکي ډول د درملنې وړ ده، خو کله چې له دې ستونزې سره مسلکي چلند و نه شي ښه نتيجه نه لري. د معتاد زنداني کول او په زور د هغه درملنه په اوږدمهال کې تر دې نورې جدي ستونزې پېښوي، معتاد تر خوشي کېدو وروسته په جرمونو لاس پورې کوي چې دا ستونزې ډېرې پېچلي او لويېدلای شي."

د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنيو مرستو له بندېدو سره سم، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له ۸۴ روغتيايي مرکزونو څخه په وروستيو پنځو مياشتو کې ډېری مرکزونه د مالي او تخنيکي ستونزو مخ شوي او ځينو مرکزونو د معتادینو د بستري کېدو خدمات بند کړي دي.

د دې راپور د غږیزي بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

XS
SM
MD
LG