د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د فراه په زندان کې څو معتادین مړه شوي


په نشو معتاد د درملنې په مهال
په نشو معتاد د درملنې په مهال

د فراه ولايت د زندان چارواکي دا مني چې په وروستيو څو میاشتو کې پر معتادینو باندې په يوه ځل د نشه يي موادو بندېدلو له امله ۱۵ معتادین مړه شوي دي.

د فراه ولايت د زندان مدير لعل محمد ذاکر ازادۍ راډيو ته وويل د معتادینو د مړينې اصلي عوامل ډېر عمر او په يوه ځل پر هغوی د نشه يي موادو بندېدل دي.

ښاغلی ذاکر وایي:" په دوی کې د ۸۰- ۹۰ کالو سپين ږيري شته، ټول عمر يې په نشو کې تېر شوی او نور درمل اغېز نه ورباندې کوي، له مرګه پرته بل هېڅ علاج نه لري. بل دا چې دا معتادين ډېری يې خطرناکه ناروغیانې لري، ان شاء الله په دې پنځو مياشتو کې به تر (۱۵) ډېر معتادين نه وي مړه شوي او هغه هم ډېری يې ناروغان وو. کله چې پر دوی په يوه ځل نشه يي مواد بند کړل شي، دا کار يې د مړينې سبب کېږي. "

د طالبانو واکمنېدو وروسته ډیری معتادین د درملنې په موخه زندانونو ته وړل شوي
د طالبانو واکمنېدو وروسته ډیری معتادین د درملنې په موخه زندانونو ته وړل شوي

نورمحمد هغه معتاد دی چې له درېيو مياشتو راهيسې په فراه ولايت کې زنداني دی.

دی وايي له کومې ورځې راهيسې چې زندان ته راوستل شوی څو معتادین يې په خپلو سترګو ليدلي چې د صحي خدماتو د نشتوالي او زندان کې د بد وضعیت له امله مړه شوي دي.

نور محمد وایي:" درې میاشتې کېږي چې دلته اوسېږم، دلته ډېر معتادین ناروغه او مړه شوي دي، له کومې ورځې راهيسې چې زه راغلی يم دلته (۵۲) معتادین مړه شوي دي، دا زموږ دستشوی ته وګوره بند دی، اوس جوړ شوی يم، دولت زموږ خدمت کړی دی او زه کورودانی ورته وایم. "

خو په دې زندان کې يو بل معتاد حاجي نوراحمد چې پخوا سوداګر و او اوس هم شتمن دی، په زندان کې له معتادینو سره د چارواکو له چلند څخه خوښ دی.

نور احمد وایي:" زه تقريباً دوې مياشتې کېږي چې دلته راغلی يم، له کومې ورځې راهيسې چې زه دې کمپ ته راغلی يم، ډ‌وډۍ او هر شی زموږ د اړتیا په اندازه رارسیږي، زموږ سره د مجاهدینو چلند عادلانه او منصفانه دی، ما تر اوسه بد وضعيت نه دی ليدلی. "

موږ وغوښتل چې په زندان کې د معتادینو د وضعيت په اړه د فراه ولايت د عامې روغتيا ریاست نظر هم وپوښتو، خو د دې ریاست چارواکي زموږ سره خبرو کولو ته حاضر نه شول.

ارشیف؛ یو معتاد باید درملنې په مرکز کې ۴۵ ورځې وساتل شي
ارشیف؛ یو معتاد باید درملنې په مرکز کې ۴۵ ورځې وساتل شي

په افغانستان کې د مروجو روغتيايي معيارونو له مخې بايد يو معتاد په روغتون کې د ۴۵ ورځو لپاره بستري کړل شي، خو د فراه ولایت په زندان کې ساتل شوو معتادینو ازادۍ راډيو ته وويل چې دوی د درملو او روغتيايي خدماتو نه درلودلو له امله په مياشتو-مياشتو په زندان کې ساتل کېږي او اوس يې هم د نشې اغېزې په وجود کې پاته دي.

ارواپوه سالم سديد وايي چې معتاد ناروغ دی او د نشې پرېښودلو لپاره په روغتيايي مرکز کې بستري کېدلو او طبي خدماتو ته اړتیا لري.

سدید زیاته وي:" يو څوک په هر دليل چې معتاد شوی وي اوس ناروغ بلل کېږي او بايد د ناروغ په ډول چلند ورسره وشي، له دوی سره تاوتريخوالی کول، په سپکه سترګه ورته کتل او يا په زندان کې اچول منطقي او اصولي لاره نه ده، بايد په معياري روغتيايي مرکزونو کې يې درملنه او پالنه وشي او تر درملنې وروسته هم په پرله پسې ډول همکاري ورسره وشي چې دا معتادین له لاسه وتلی ژوند بېرته ورغوي. "

د فراه د زندان مديريت د معلوماتو له مخې، دې زندان ته د معتادینو راټولولو له پيل څخه تراوسه تر ۲ زره ډېر معتادین راوړل شوي او تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.

د يادونې وړ ده چې اوس هم په دې زندان کې ۶۳۰ معتادین ساتل کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG