د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د معتادینو د درملنې مرکزونه: په سلو کې ۹۰ ناروغان د کیمياوي نشه يي موادو معتادین دي


ارشیف؛ په کابل کې د معتادینو د درملنې مرکز
ارشیف؛ په کابل کې د معتادینو د درملنې مرکز

عبدالقيوم هغه اووه ویشت کلن ځوان دی چې د نشې له امله دومره کمزوری شوی چې د کار کولو وس نه لري او په دې ځوانۍ کې يې يوازينی ارمان يوازې د يوه دود هيروينو پيدا کول دي.

عبدالقيوم وايي، دا چې په افغانستان کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، لومړی په نشه يي ګوليو او وروسته په هيروينو معتاد شو.

عبدالقیوم وایي:" زما دوه درې دوستان چې زما سره همکاران وو، ځينې وختونه به يې ټريماډول ګولۍ خوړلې، ما به هم کله کله له دوی څخه ټريماډول ګولۍ اخیستې او تر خوړلو وروسته به په ستړیا نه پوهېدم. اخير داسې وخت هم راغی چې د نشو له امله مې وظيفه پرېښودله او اوس پوره یو نيم کال کېږي چې پوډري شوی یم. په افغانستان کې پوډر ډېر ارزانه دي، که شل افغانۍ هم ولرې کولای شې چې پوډر رانيسې او نشه وکړي."

ارشیف؛ د معتادینو د درملنې مرکز
ارشیف؛ د معتادینو د درملنې مرکز

په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې د کوکنارو او بنګ د کښت د دوام تر څنګ، دا هېواد په سيمه کې په وروستیو دوو کالو کې د کیمياوي نشه يي موادو، په تېره بيا هېروينو او ښیښې د جوړولو په لوی مرکز اوښتی دی.

په دې راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د کیمياوي نشه يي موادو استعمال مخ پر ډېرېدو دی.

د معتادو مېرمنو او ماشومانو د درملنې د مرکز مشره ډاکټره ښایسته حکيم وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې دوی ته ډېری هغه ناروغان ورځي چې د کیمياوي موادو نشه کوي.

اغلې حکیم وایي:" اوس چې زموږ په مرکز کې ناروغان بستر شوي، په سلو کې ۹۰ يې د ښیښې نشه کوي او د ښیښې نشه د دې سبب کېږي چې ناروغ له عادي حالت څخه ووزي اوخطرناک لېونتوب ته ولاړ شي. اوس ډېرو ځوانانو د ښیښې نشو ته مخه کړې ده."

ارشیف؛ د معتادینو د درملنې مرکز
ارشیف؛ د معتادینو د درملنې مرکز

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په راپور کې راغلي چې پخوا په افغانستان کې هېروين او ښیښه د هغو کېمياوي موادو په مرسته جوړېدله چې له دباندې څخه راوړل کېدل، خو په وروستيو کلونو کې د افغانستان د ښیښې او هيرويينو ډېره برخه کېمياوي مواد د ايفيډرين يا ومان له بوټي څخه جوړېږي.

د معتادینو د درملنې ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې، په دې وروستیو کلونو کې د دوی ډېری ناروغان هغه ځوانان دي چې د ښیښې نشه کوي:

" په لومړیو وختونو کې زموږ ناروغان د هيرويينو معتادین وو، خو له تېرو شپږو مياشتو یا یوه کال راهيسې موږ ته د ښیښې معتادین ډېر راځي او د دې ډول معتادینو د درملنې غوښتنه ډېره ده. پروسږکال زموږ د روغتون د ناروغانو شمېر په ورځ کې له لسو تر شلو تنو پورې وو، خو اوس موږ ته په ورځ کې له پنځوسو څخه تر شپېتو پورې معتادین راځي. "

په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو د ډېروالي په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې داسې مهال راپور ته کېږي چې، په وروستيو څلورو مياشتو کې د معتادینو د درملنې ځينې مرکزونه د امکاناتو نه درلودلو له امله تړل شوي او ځينو مرکزونو بيا د مالي ستونزو له خاطره خپل د بستري کېدلو خدمات کم کړي دي.

XS
SM
MD
LG