له هغو معتادو مېرمنو سره چې مرکې شوي ډېری يې ويلي چې د خپلو معتادو مېړونو لهخوا په نشو اخته شوي دي.
ارواپوهان وايي چې معتادان د نشې په حال کې او يا تر نشې پرېښودلو وروسته خپلو ښځو ته طلاق ورکوي، خو دا طلاق رسمي نهوي.
دا چې د معتادينو ترمنځ د طلاق اصلي علتونه څه دي او دوی د طلاق له امله له څه ډول ستونزو سره مخ کېږي؟ په دې اړه د ازادي راډيو خبریال له ارواپوهې استاد حفيظې سره مرکه کړې او په پيل کې يې په معتادينو کې د طلاق د علتونو په اړه پوښتلې ده.
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: