په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی چې معتادین د پخوا په شان د نشې په لومه کې بند پاتې شي او په دې ولایت کې معتادین نور هم ډېر شي.
د دې قربانيانو له جملې څخه يوه هم د سليمان کورنۍ ده چې اووه غړي لري، د دې کورنۍ غړي يو په بل پسې معتاد شوي او اوس د درملنې د نشتوالي له امله د اعتیاد د بربادۍ په کنده کې بند پاتې دي.
۲۲کلنه اسيه د هغې کورنۍ غړې ده چې ټول اووه واړه غړي يې معتادان دي.
نوموړې چې د غور ولايت ده، د يوه خټين کور په يوه کونج کې ناسته ده او د کورنۍ له نورو غړو سره د ښیښې نشه کوي.
"ما پرېکړه وکړه که خدای کول دا لعنتي نشه پرېږدم چې زما ژوند يې تباه کړی دی"
هغه وايي: "زموږ وضعيت ډېر خراب دی، د نشهيي موادو له استعمال څخه ډېر تنګ شوي يو، ما پرېکړه وکړه که خدای کول دا لعنتي نشه پرېږدم چې زما ژوند يې تباه کړی دی، نور د دې تياره ژوند زغم نهلرم. له اسلامي امارت څخه زما هيله دا ده چې په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې کلينيکونه فعال کړي او زموږ لپاره يوه داسې چاره وکړي چې موږ د نشهيي موادو له شره وژغورل شو."
۴۶ کلن سليمان د څلورو لوڼو او يوه زوی پلار دی، دی شپږ کاله مخکې په ايران کې په ښیښه معتاد شو.
کله چې سليمان له ايران څخه غور ته راستون شو، نو دلته نشهيي مواد اسان او ارزانه پيدا کېدل، له همدې امله يې د نشهيي موادو اندازه تر پخوا ډېره کړه او ټوله ورځ به يې په کور کې د اولادونو په مخ کې د ښیښې نشه کوله.
د اولادونو په مخ کې د سليمان نشه کول د دې سبب شوه چې مېرمن، څلور لوڼي او يو زوی يې هم په ښیښه معتاد شي، اوس څلور کاله کېږي چې اولادونه يې هم په ښیښه معتاد شوي او له پلاره سره په ګډه له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
نوموړی وايي: "کورنۍ مې اووه غړي لري، موږ د نشهيي موادو معتادین يو، له دولت څخه هيله لرم چې موږ له دې ستونزې څخه وژغوري. زما راتلونکی خو هيڅ دی، خو زموږ اولادونه باید له دې ستونزې څخه وژغورل شي چې راتلونکی يې سم شي، اوس خو په داسې حالت کې دي چې خپل ژوند نه پېژني، شپه او ورځ د نشهيي موادو په اړه فکر کوي چې له کومه ځايه يې پيدا کړي او نشه وکړي."
نسيمه د دې کورنۍ په غړو کې تر ټولو کشره ده چې له دريو کاله راهيسې په غير شعوري ډول د نشو په لومه کې نښتې ده، دا هم درملنې ته په تمه ده، دا زياتوي، نشه يي موادو يې روغتيا ته زيان رسولی او له زده کړو څخه يې هم بې برخې کړې ده.
نسيمه وايي: "پلار او مور مې معتاد شول، زه هم په دې عمل ککړه شوې يم، زه له دولت څخه غواړم چې موږ له دې ستونزې څخه وژغوري چې درس ووايو او خپل ژوند جوړ کړو."
دا کورنۍ په داسې حال کې له دولت څخه د درملنې غوښتنه کوي چې، په غور ولایت کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې هيڅ مرکز نهشته، درې مياشتې مخکې د معتادینو د درملنې يوازيني مرکز هم خپل بستري خدمات بند کړل.
د غور د نارينه معتادینو د درملنې شل بستريز روغتون مسؤل ډاکټر محمد عمر لعلزاد وايي، دوی د معتادو ښځو او ماشومانو درملنه د هغوی په کورونو کې کوي، خو د درملنې دا ميتود دومره موثر نه دی.
"موږ د ښځو لپاره اصلا بستر نه لرو"
نوموړی وايي: "موږ د غور ولایت په کچه د نارينه وو لپاره يو شل بستريز روغتون لرو، موږ د ښځو لپاره اصلا بستر نه لرو، خو د ښځو او ماشومانو لپاره په کور کې د درملنې پروګرام لرو. که څه هم اوس د بودجې د نشتوالې له امله زموږ بستري خدمات ځنډېدلي، خو زموږ ساحوي فعالیتونه دوام لري. موږ له روغتون څخه دباندې د خلکو درملنه کوو، خو له بده مرغه چې په کور کې درملنه ډېره موثره نه ده، ځکه چې معتاد ته نشه يي مواد په لاس ورځي او پر معتاد بنديز هم نشته، خو کله چې پر کوم معتاد شک کېږي هغه له درملنې څخه وځي."
په کورنيو کې د اعتیاد، په تېره بيا په غربي ولایتونو کې د ښیښې په ګډون د کيمياوي نشهيي موادو استعمال داسې مهال ډېرېږې چې، په وروستیو دوو کالو کې په دې ولایتونو کې د ښیښې یا میتامفيتامين (methamphetamine) جوړول ډېر شوي دي.
روغتيايي مرکزونو ته د معتادینو ورتګ ښيي، هغه معتادان چې پخوا يې د نشه يي بوټو نشه کوله، اوس يې ډېری معتادینو د ښیښې نشې ته مخه کړې ده.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد