د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

تر يوه ټن ډېره هغه ښیښه ونيول شوه چې له افغانستان څخه ايران ته قاچاق شوې وه


نشه‌يي مواد
نشه‌يي مواد

د افغانستان په لويديځو ولایتونو کې د ښیښې جوړولو له ډېرېدو سره سم دا لومړی ځل دی چې په يوه ګاونډي هېواد کې له افغانستان څخه دومره ډېره قاچاق شوې ښیښه نيول کېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت د ښېښې جوړولو د مخنيوي يادونه کوي، خو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کارپوهان وايي چې، په افغانستان کې په وروستیو مياشتو کې د ښېښې جوړول په بې ساري ډول ډېر شوي دي.

د ایران د جنوبي خراسان د ګمرک چارواکو مهر خبري اژانس ته ويلي چې یو اعشاريه یو ټن ښېښه يې نيولې ده.

دا ښېښه د تېلو په دوو ټانکرونو کې له افغانستان څخه ايران ته قاچاق شوې وه.

دې دوو ټانکرونو د افغانستان فراه ولایت ته تېل وړي او بېرته د ايران جنوبي خراسان ته راګرځېدلي وو.

کله چې په ۲۰۱۹ ميلادي کال په افغانستان کې د ښېښې جوړول پيل شول، دا لومړی ځل دی چې په يوه ګاونډي هېواد کې له افغانستان څخه دومره ډېره قاچاق شوې ښېښه نيول کېږي.

موږ وغوښتل چې په افغانستان کې د ښېښې جوړولو د ډېروالي او ګاونډيو او سيمې هېوادونو ته د ښېښې د قاچاقو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه و نه ويل او د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو منع کولو په اړه يې د خپل مشر فرمان ته اشاره وکړه.

په فرمان کې راغلي: "د اميرالمومنین له فرمان سره سم د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو قاچاق، کاروبار او استعمال منع اعلان شوی دی. هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د دې توکو په کښت يا کاروبار لاس پورې کړي، که بيا هم څوک سرغړونه وکړي هغوی زموږ د امنيتي ځواکونو له خوا نيول کېږي او قانوني چلند ورسره کېږي."

لومړي ځل په ۲۰۱۹ ميلادي کال په افغانستان کې دوه کيلو ګرامه ښېښه ونيول شوه او تر هغه وروسته يې توليد کال په کال پسې ډېرېږي.

له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاق د ډېرېدو په اړه اندېښنې راپيدا شوې دي.
له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاق د ډېرېدو په اړه اندېښنې راپيدا شوې دي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې او امريکا له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارو څېړنې ښيي چې، په افغانستان کې فراه او بادغيس ولایتونه د ښیښې جوړولو په اصلي مرکزونو اوښتي دي.

د دې دوو ادارو په راپور کې راغلي، که څه هم په دې ولایتونو کې جوړه شوې يوه برخه ښېښه کې هغه تېزاب کارول کېږي چې له ايران څخه افغانستان ته قاچاق شوي، خو په ډېره ښېښه کې د ومان يا (ephedrine) بوټي کارول شوي دي.

ومان يو وحشي بوټی دی چې د بادغيس، فراه او غزني ولایتونو په غرونو کې راشين کېږي، خو اوس د نشه‌يي موادو مافيايي ډلو دا بوټی اهلي کړی او په زراعتي ځمکو کې هم کرل کېږي.

په دې اړه له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کارپوه نجيب الله احمدي وايي، په نړیوالو بازارونو کې د ښېښې غوښتنه او لوړه بيه د دې سبب شوې چې، د نشه‌يي موادو مافيايي ډلې د تارياکو پر ځای د ښېښې جوړولو او قاچاقو ته مخه کړي.

نوموړی وايي: "اوس په افغانستان کې د نورو نشه‌يي موادو په پرتله لکه تارياک، د ښیښې جوړول څو برابره ډېر شوي دي، دا ښیښه تر اروپا، امريکا، کاناډا او افريقا پورې رسېدلې ده. له بده مرغه په افغانستان کې يو شمېر خلک کار نه لري، شپه او ورځ ومان بوټی راټولوي، تجزيه کوي يې او بيا يې پر هغو خلکو خرڅوي چې ښېښه جوړوي."

په افغانستان کې د ښېښې جوړولو او له افغانستان څخه دباندې قاچاق کولو په اړه داسې مهال راپورونه خپرېږي چې د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، دوی په تېر يوه کال کې يوازې په کابل ښار کې نژدې دېرش کېلوکرامه ښیښه، تر څلوېښت زره ډېرې ټابليټ کا ګولۍ او د زيګپ په نوم تر پنځلس زره ډېرې نشه يي ګولۍ نيولي دي.


-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG