د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

ملګري ملتونه: سږ کال د افغانستان د ټولو کرنيزو ځمکو پر لس سلنه کوکنار کرل شوي


د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کروندې
د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کروندې

د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره وايي چې، سږ کال د افغانستان د ټولو زراعتي ځمکو څخه په سلو کې لسو باندې یې کوکنار کرل شوي دي.

په افغانستان کې د (UNDP) ادارې استازی ټينګار کوي چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تارياکو توليدوونکو هېوادونو د لیست په سر کې دی او په دې هېواد کې د معتادینو شمېر څلورو ميلونو ته رسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې يا (UNDP) استازي له (شرق الاوسط) جريدې سره په مرکه کې ويلي چې، په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو جوړول او استعمال وضعیت د اندېښنې وړ دی.

عبدالله درداري ويلي چې، د افغانستان له (۲۲۰) زره هيکټارو زراعتي ځمکو څخه په سلو کې لسو کې یې کوکنار کرل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا مقام وايي چې: "اوس هم د نړۍ په سلو کې اتیا تارياک په افغانستان کې توليدېږي، له دوو څخه تر دريو ميليارډ ډالرو پورې عايد يې په افغانستان کې پاتې کېږي، خو د دې تارياکو د توليد او قاچاقو له لارې چې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږي، ارزښت يې تر دوو سوو ميليارډو ډالرو پورې رسېږي."

خو ښاغلی درداري د هغو شمېرو د سرچينې په اړه څه نه وايي چې د افغانستان په څومره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او څومره تارياک توليد شوي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام په اړه راپورونه او څرګندونې نه مني.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئیس مولوي حسيب الله احمدي ازادۍ راډيو ته وويل، په دې وروستيو وختونو کې يوازې په دوو ولسوالیو کې لږ کوکنار کرل شوي چې د دوی له خوا دا کښتونه ويجاړ شوي دي.

نوموړي وويل: "د کوکنارو د کښت وخت اوس نه دی، اوس خو دا دی تقريبا د کال پنځمه مياشت روانه ده او کوکنار د کال په لومړیو کې کرل کېږي. دا راپور سم نه دی او موږ يې په مطلق ډول ردوو، په دوو ليرې ولسوالیو کې لږ کوکنار کرل شوي وو چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت له خوا دا کښتونه بېرته ويجاړ شول."

د افغانستان په ډېری ولايتونو کې په بېلابېلو موسمونو کې کوکنار کرل کېږي.
د افغانستان په ډېری ولايتونو کې په بېلابېلو موسمونو کې کوکنار کرل کېږي.

د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې په وروستيو کلونو کې د کال په دريو فصلونو کې کوکنار کرل کېږي.

د کوکنارو د کښت د دوام په اړه د ملګرو ملتونو ادعا او طالبانو له خوا د دې ادعا نه منل داسې مهال کېږي چې په دوو وروستيو اوونیو کې د اروپايي ټولنې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او سيګار ادارو ويلي چې، دوی داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي د کوکنارو د منع کولو په برخه کې د طالبانو د مشر فرمان موثر و که نه.

حاجي نصيب چې څو کاله يې د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو په برخه کې کار کړی وايي، نشه‌يي مواد د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډه ستونزه ده، باید له دې ستونزې سره په ګډه مبارزه وشي.

نوموړی وايي: "نشه‌يي مواد يوه نړیواله ستونزه ده، يوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، خو داسې هم نه ده چې نړیواله ستونزه ده، نو په افغانانو پورې اړه نه لري، زه باور لرم چې زموږ اوسني چارواکي او حکومت باید دې ته پام وکړي او داسي فکر و نه کړي چې دا ستونزه په موږ پورې اړه نه لري."

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د منع کولو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان تر دریو مياشتو ډېر وخت کېږي او درې اوونۍ کېږي چې د کوکنارو نوی فصل کرل شوی، خو په دې موده کې نه مسئولې کورنۍ او نه هم بهرنۍ ادارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د وضعيت په اړه راپور خپور کړی دی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
XS
SM
MD
LG