د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د افغانستان له ۲۲۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې څخه په لس سلنه کې کوکنار کرل شوي


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره وايي، په افغانستان کې له ۲۲۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې څخه په لس سلنه کې کوکنار کرل شوي دي.

په يوه بل راپور کې به واورئ، چې په هلمند او ارزګان ولايتونو کې د کوکنارو د کښت پر ځای د پستې جوړ شوي باغونه حاصلاتو ته چمتو دي.

دا چې د ښیښې نشه ولې انسان ته د شک او بدګومانۍ ناروغي پيدا کوي، په دې اړه له يوه ارواپوه ډاکټر سره مرکه شوې ده.

دغه راز په دې خپرونه کې د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:16 0:00
XS
SM
MD
LG