د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

کارپوهان: د کوکنارو د کښت محوه کولو يوازينۍ لار د يوه مسئول حکومت جوړېدل دي


د کوکنارو يوه کرونده - ارشيف
د کوکنارو يوه کرونده - ارشيف

واک ته د طالبانو تر رسېدو یو کال وروسته په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو جوړولو د اندازې په اړه راپور نه دی خپور شوی.

د طالبانو حکومت د خپل مشر د فرمان په استناد ادعا کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې په ګډون نړيوال بنسټونه وايي، داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي دا فرمان د کوکنارو د کښت، نشه‌يي موادو توليد او قاچاقو د کموالي برخه کې موثر و که نه.

نشه‌يي مواد، هغه پديده چې تر ډېره حده يې نوم له جګړې سره تړلی و، خو د کوکنارو په دوديزه سيمه کې د جګړې تر ختمېدو يو کال وروسته اوس هم دا مواد د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی سرخوږی دی.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه وروستۍ شمېرې د ۱۳۹۹ شمسي کال د قوس په مياشت کې خپرې شوې.

دې څېړنو ښودلې وه چې هغه مهال په دوه لکه او (۲۳) زره هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، خو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته چې اوس يې يو کال پوره کېږي هیڅ يوه ملي او نړیوال بنسټ د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو جوړولو د اندازې په اړه راپور نه دی خپور کړی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوی هڅه کوي چې تر خپله وسه د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.

نوموړی وايي: "موږ هڅه کړې چې کوم وس او وړتيا لرو په دې برخه کې استفاده ځنې وکړو، خو له بده مرغه چې تر اوسه د بهرنیانو له خوا ډېرې مرستې نه لرو، هيڅ هېواد تر اوسه داسې نغدي او د پام وړ مرسته نه ده کړې چې د بزګرو لپاره دي بديل کښت او یا د نورو ستونزو د مخنيوي لپاره مرسته وي، د معتادینو د درملنې په برخه کې عملي مرسته نه ده شوې، خو له بېلابېلو خواوو څخه ژمنې شوي دي. موږ منتظر يو چې په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او په هر صورت اسلامي امارت جدي دی چې د نشه‌يي موادو د ټولو ډولونو مخه ونيسي. "

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو او اروپا له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارو جلا جلا ويلي، دوی داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د مشر فرمان د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د توليد په کمولو کې موثر و که نه.

د طالبانو د حکومت په ګډون د امريکا متحده ايالتونو د سيمې له ځينو هېوادونو څخه غوښتي چې د کوکنارو د بديل کښت په برابرولو کې د افغانستان له بزګرو سره همکاري وکړي، خو تر اوسه هيڅ يو هېواد نه دی حاضر شوی چې په دې برخه کې د طالبانو له حکومت سره په مستقیم يا غير مستقیم ډول مرسته وکړي.

د زراعت کارپوه ايوب رفيقي په ځينو سيمو کې بزګر له مالي پلوه د کوکنارو له کښت سره تړلي بولي او زياتوي، حکومت مسئولیت لري چې د بزګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت برابر کړي.

نوموړی وايي: "د کوکنارو کښت د خلکو له اقتصاد او ډوډۍ سره تړل شوی دی. د کوکنارو د کښت محوه کولو يوازينۍ لاره د يوه مسؤل او فعال حکومت جوړېدل دي. د کوکنارو د بديل کښت مسئله بهرنۍ نه، بلکې د افغانستان کورنۍ مسئله ده، ځکه موږ بهرنۍ مسئله تجربه کړه. زه باور نه لرم چې بهرنیان يا نړیواله اداره دې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې ښه نتيجه ولري."

په دې يوه کال کې د طالبانو حکومت يوازې په هلمند ولایت کې دوه ځایه د نشه‌يي موادو جوړولو پر کارخانو د عملياتو يادونه کړې ده.

له دې ټولو سره سره د افغانستان په جنوب کې بزګرانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې منلې چې له ځايي چارواکو سره د جوړجاړي په نتيجه کې يې د کال دوهم فصل کوکنار هم کرلي دي.
-----------------------

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG