د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

طالبان هغو معتادینو ته د کار زمينه برابروي چې درملنه يې شوې


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د يوې نوي طرحې د جوړولو له لارې غواړي هغو معتادینو ته د کار زمينه برابره کړي چې نشه پرېږدي. د يادولو وړ ده چې دوی ته به تر کار مخکي مسلکي زده کړې هم ورکول کېږي.

د معتادینو د تخنيکي او مسلکي زده کړو طرحه چې په ۱۳۹۶ شمسي کال کې د نشه يي موادو د قانون د (۶۷) او (۷۱) مادو له مخې چمتو شوې وه، تازه د طالبانو د حکومت کابينې تائيد کړه.

د دې طرحې له مخې د عامې روغتيا وزارت مکلف شوی چې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ معتادین راټول او درملنه يې وکړي. د پوهنې، حج او اوقافو او امر باالمعروف او نهي عنِ المنکر وزارتونه به هغوی ته ليک لوست او ديني زده کړه ورکوي او په درېيم پړاو کې به دا معتادین د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شاملېږي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د بشري قواوو رئیس ډاکټر عنايت الله عادل ازادۍ راډيو ته وويل، تر اوسه د دې طرحې د عملي کولو لپاره د افغانستان خپلې مالي سرچينې په پام کې نيول شوي، هيڅ یو بهرنی هېواد د مالي همکارۍ لپاره نه دی چمتو شوی.

هغه زیاتوي: " په پام کې ده چې د معتادینو درملنه وشي، هغوی ته ديني او مذهبي زده کړه ورکړل شي او د دې زده کړو تر څنګ د کار زمينه ورته برابره شي چې هغوی په کار بوخت شي او تر درملنې وروسته بیرته نشو ته مخه نه کړي. تر اوسه هيڅ بهرني مرستندويه بنسټ او هېواد نشته چې مرسته وکړي تر څو معتادینو ته د کار زمينه برابره شي. "

له نشه يي موادو سره د مبارزې عالي کميسيون پخواني حکومت په ۱۳۹۶ شمسي کال کې جوړ کړ چې (۲۵) دولتي ادارو يې غړيتوب درلود، خو اوس چې د طالبانو حکومت د دې کميسيون ځينې ادارې لغوه کړي، تر دې مهاله د دې کميسيون برخه ليک نه دی معلوم.

د دې قانون پر بنسټ په ۱۳۹۷ شمسي کال کې د معتادينو لپاره د کابل په پلچرخي سيمه کې د (اميد) په نوم يو لوی مسلکي مرکز جوړ شو، خو دا مهال د دې مرکز فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ دي.

د معتادینو د درملنې کارپوهان د معتادینو لپاره د کار زمينه برابرول د معتادینو د درملنې يو مهم پړاو بولي، خو دوی وايي چې لومړی باید په معياري او علمي ميتود د معتاد درملنه وشي، کله چې معتاد په بشپړ ډول روغ شو، وروسته دې د زده کړې پړاو ته داخل شي.

حاجي نصيب چې د معتادینو د درملنې څو کلنه تجربه لري وايي، هغه معتاد چې په زور نشې پرېښودلو ته اړایستل شي او په بشپړ ډول جوړ نه شي، نه شي کولای چې يو مسلک زده کړي او د جسمي کار کولو توان هم نه لري.

هغه وویل: " تر درملنې وروسته د معتادینو لپاره د کسب او کار زمينه برابرول ډېر مهم کار دی، ځکه کله چې هغوی په کوم کسب او کار بوخت شي، اعتیاد ته يې پام نه وي، خو که دا خلک په زور راټول شي لکه اوس چې هم کله ناکله له پلونو او نورو ځايونو څخه په زور راټولېږي، مرکزونو ته وړل کېږي، په زور يې درملنه کېږي او يا ډارول کېږي، دا کار ښه نتيجه نه لري. "

د معتادینو د معياري درملنې او په کسب او کار د هغوی ذهن بوخت ساتلو خبره داسې مهال راپورته کېږي چې، په تېر يوه کال کې د طالبانو حکومت زرګونه معتادین راټول کړي، په زندانونو کې يې ساتلي او په زور يې درملنې ته اړايستلي دي.

د دې ډول معتادینو له جملې څخه ځينو معتادینو او د هغوی کورنۍ ازادي راډيو ته ويلي چې، له زندان څخه تر راخوشي کېدو وروسته بيرته په نشو اخته شوي دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

XS
SM
MD
LG