د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

فراه: د معتادينو د درملنې روغتون د تړلو له ګواښ سره مخ دی


پر نشه د روږدو کسانو د درملنې يو روغتون - ارشيف
پر نشه د روږدو کسانو د درملنې يو روغتون - ارشيف

په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې سل بستريز روغتون کارکوونکي وايي چې، د دې روغتون فعاليتونه د بوديجې نه درلودلو له امله بند شوي دي.

خو د فراه ولايتي روغتون امر صلاح الدین احدي وايي چې، دا مرکز د پيسو نه درلودلو له امله نيمه فعال دی.

ښاغلی احدي وايي چې، د دې روغتون ځينې کارکوونکي نورو کلينيکونو ته خدمتي استول شوي دي.

د فراه ولایت ځينې مدني فعالان وايي چې، د دې مرکز له تړلو سره به په دې ولایت کې معتادین نور هم ډېر شي.

(۳۶) کلن عصمت الله اته کاله مخکې په ايران کې معتاد شو. ده ازادۍ راډيو ته وويل چې غواړي له نشو څخه وژغورل شي، خو په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتون د تړلو له امله دا کار نه‌شي کولای.

نوموړي وويل: "زه لومړی نشه‌يي ګولیو، بيا تاریاکو او وروسته دودي نشه‌يي موادو له ستونزو سره مخ کړم. د نشه‌يي موادو استعمال زما پر ژوند ډېره ناوړه اغېزه کړې ده، که کلينيک خلاص وي د درملنې لپاره ورځم، ما ته خپله کورنۍ او آن دا چې يو ماشوم هم ارزښت نه راکوي، په بازار کې له ډېرانونو څخه شيان راټولوم او له دې لارې پيسې پيدا کوم."

ځينې نور معتادین چې غواړي نشه پرېږدي هغوی هم د درملنې اسانتياوي نه لري. محمد او عبدالهادي چې له څو کالو راهيسې د نشو په دام کې نښتې دي ازادۍ راډيو ته وويل: " د کريسټالو او پوډرو نشه کوم، نژدې ۱۲ کاله کېږي چې په ايران کې معتاد شوی یم. کار او کسب نه‌شته، پيسې نه پيدا کېږي او کلينيکونه هم تړلي دي چې زما درملنه وکړي. زه ناروغ يم، باید دولت زموږ غم وخوري، اوس خو زموږ درملنه هيڅوک نه کوي."

" پنځه کاله کېږي چې په ایران کې معتاد شوی يم او اوس په يزدي کلي کې ژوند کوم. لومړۍ نشه مې له سګرېټو څخه پيل کړه. سړی چې معتاد شي هيڅوک ارزښت نه ورکوي، دا چې کلينيک تړلی دی زه له ډېرو ستونزو سره مخ شوی يم، که کلينيک خلاص شي نشه پرېږدم او کار هم نه‌شته، له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې کلينيک خلاص کړي چې زه نشه پرېږدم. "

د فراه ولایت مدني فعال عبدالله احمدي ازادۍ راډيو ته وويل، په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې د سل بستريز روغتون له تړلو سره دا وېره شته چې په دې ولایت کې معتادین نور هم ډېر شي.

نوموړي وويل: "په فراه ولایت کې معتادین ورځ په ورځ ډېرېږي، ځکه د فراه ولایت د معتادینو د درملنې دولتي کلینيک تړل شوی او اوس د چا درملنه نه کوي او څوک بيخي نه ثبتوي، وايي چې موږ بودجه نه لرو. ډېر د اندېښنې او خواشينۍ ځای دی."

د فراه د معتادینو د درملنې سل بستريز کلينيک درې کارکوونکو چې نه يې غوښتل نوم او اواز يې له رسنيو څخه خپور شي له ازادۍ را‌ډيو سره په خبرو کې ومنله چې، له دوو مياشتو راهيسې د دې کلينيک فعاليت د بودجې او درملو د نشتوالې له امله بند شوی دی.

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00
XS
SM
MD
LG