د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

کونړ کې د معتادینو د درملنې يوازينی مرکز د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوی دی


يو شمېر معتادين
يو شمېر معتادين

په کونړ ولایت کې د معتادینو د درملنې داخل بستر مرکز ناروغانو خدمتونه د بودجې د نشتوالې له امله درېدلي دي.

د دې مرکز چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل چې، له يوولسو مياشتو راهيسې د دې مرکز امکانات بند شوي او له څو میاشتو راهيسې په دې مرکز کې هيڅ معتاد نه دی بستري شوی.

جان محمد لس کاله مخکې خپله شخصي ځمکه دولت ته وړیا ورکړه چې د معتادینو د درملنې مرکز په‌کې جوړ کړي او د دې لسو کالو په بهير کې په هرو (۴۵) ورځو کې د شلو معتادینو درملنه په‌کې کېدل او دا معتادین خپلو کورنیو ته روغ رمټ سپارل کېدل.

خو نږدې شپږ مياشتې کېږي چې د دې مرکز داخل بستر خدمات درېدلي او کارکوونکي يې دې مرکز ته له معاش پرته يوازې د حاضرۍ لاسليک کولو لپاره راځي.

د کونړ د معتادینو د درملنې مرکز مسوول ډاکټر سلطان محمد عظيمي وايي چې، د دوی ځينو کارکوونکو د معاش نه درلودلو له امله استعفا کړې او نور يې دې ته منتظر دي چې دا مرکز بيا فعال شي.

نوموړی وايي: "زموږ روغتون له ډېره وخته راهيسې فعالیت کوي، د پروسږکال معاش مو اجرا شوی، خو د سږکال معاش يې نه دی راکړی. د نشه يي موادو د زيانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوو چې هغه کار هم اوس د ټرانسپورټ د نشتوالي له امله درېدلی دی. هغه ناروغان چې پخوا به مو يې درملنه کوله د هغوی درملنه اوس د هغوی په کورونو کې کوو او هغه ناروغان چې تازه راځي هغوی معاينه کوو، ورته وايو چې په بازار کې درمل رانيسي، زموږ د داخل بستر خدمات په بشپړ ډول بند شوي دي."

له (۹) مياشتو راهيسې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې تر اتيا ډېرو مرکزونو څخه نيم يې د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي او پاتې مرکزونو يې د امکاناتو د نشتوالي له امله په سلو کې پنځوس داخل بستر خدمات کم کړي دي.

يو شمېر معتادين
يو شمېر معتادين

د کونړ اوسېدونکي په دې ولایت کې په ازادانه ډول د نشه‌يي موادو خرڅولو او معتادینو حضور تنګ کړي دي.

د اسعداباد دوه اوسېدونکي شعيب غروال او مسيح الله حسنزی وايي چې، د اسعداباد د روغتيايي مرکز په تړلو سره نه يوازې دا چې د پخوانيو معتادینو درملنه پاتې شوه، بلکې روغو ځوانانو هم تازه نشو ته مخه کړې ده.

شعيب غروال وايي: "د دې مرکز له امله ډېرو معتادینو نشه پرې ایښې وه، خو اوس دا مرکز تړل شوی دی. زما غوښتنه دا ده چې د دې مرکز د پرانيستلو لپاره دې هڅې وشي او حکومت دې د هغوی لپاره د کاري فرصتونو هڅه وکړي."

دغه راز مسيح الله حسنزي ازادي راډيو ته وويل: "ډېر ځوانان د بربادۍ خوا ته روان وه، خو دا مرکز د دې سبب شو چې بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي. په کار خو دا وه چې باید په داسې حالت کې د دې مرکز کارکوونکو شمېر او امکانات ډېر شوي وای، خو د دې برعکس دا روغتون وتړل شو. د دې مرکز تړل کېدل زموږ پر ټولنې منفي اغېز کوي. په دې وروستيو وختونو کې د نشه‌يي موادو استعمال بيخي ډېر شوی او اوج ته رسېدلی دی چې لامل يې بې کاري ده."

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي هم مالي ستونزې او بودجې نشتوالي مني.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجيب الله حنيف وايي، د عامې روغتيا وزارت او هغه بهرنۍ مرستندويه ادارې چې پخوا يې د دې مرکز لګښت ورکاوه له دوی سره ژمنه کړې چې خپلې مرستې به له سره پيل کړي.

نوموړی وايي: "دا موضوع مو له وزارت او هغو مرستندويه ادارو سره چې پخوا يې د دې روغتون لګښت ورکاوه شريکه کړې ده، هغوی موږ ته ډاډ راکړی چې په نږدې راتلونکي کې به خپلې مرستې له سره پيل کړي."

د معتادینو د درملنې مرکزونه داسې مهال يو په بل پسې د مالي او تخنيکي ستونزو له امله تړل کېږي چې ملګرو ملتونو تازه په خپل کلني راپور کې د معتادینو وضعيت د اندېښنې وړ بللی او د انساني ناورين په اړه يې خبرداری ورکړی دی.
---------------------
راپور: روح‌الله انوري

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
XS
SM
MD
LG