د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

روغتيا وزارت: کابل کې به ژر د معتادينو د درملنې يو مرکز ګټې اخيستنې ته وړاندې شي


ارشيف
ارشيف

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د عامه پوهاوي د هڅو تر څنګ به په کابل کې د يوه نوي روغتيايي مرکز په جوړولو سره د لسګونو زره معتادینو لپاره د درملنې زمینه هم برابره شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې د څلوېښتو ډېرو مرکزونو تر تړلو وروسته اوس د معتادینو د درملنې امکانات لږ شوي او دا وزارت په کال کې يوازې د څلوېښتو زرو معتادینو د درملنې امکانات لري.

په افغانستان کې د معتادینو د ځينو مرکزونو پر تړلو سربېره، د معتادینو د درملنې د فعاله مرکزونو بستري خدمات هم نيمايي کم شوي دي، ځکه چې بهرنۍ مرستندویه ادارې اوس په مالي برخه کې د دې مرکزونو ملاتړ نه کوي.

په داسې حال کې چې تر اوسه د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی د تړل شويو مرکزونو لپاره د بهرنیو مرستندویه ادارو مرستې بېرته جلب کړي، په کابل ښار کې يې د معتادینو د درملنې د یوه نوي لوی مرکز جوړولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وياند جاويد هژير ازادۍ راډيو ته وويل،

دا مرکز په کابل کې جوړېږي چې د زرګونو معتادینو د درملنې امکانات به ولري.

نوموړی وايي: "اوس هم په بېلابېلو روغتونونو کې څلور زره معتادین بستري دي، دغه ډول اوس هم د پلچرخي په ساحه کې زموږ يو کېمپ له پنځو تر شپږو زرو پورې د معتادینو بستري کولو ظرفیت لري، کار يې دوام لري او ډېر ژر پرانيستل کېږي. په افغانستان کې په کال کې پنځه سوه زرو معتادینو ته د اعتياد په اړه پوهاوی ورکول کېږي."

د طالبانو حکومت په تېرو پنځو مياشتو کې د کابل، کندهار، فراه، نيمروز او بلخ ولایتونو په ګډون په څو ولايتونو کې د زنداني کولو له لارې زرګونه معتادین د نشې پرېښودلو ته اړ ایستلي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت ادعا کوي چې د دوی د هڅو په نتيجه کې په تېرو نهو میاشتو کې (۲۲) زره معتادینو نشه پرې ايښې ده.

ارشيف
ارشيف

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکټر ظفر د معتادینو درملنه يو پېچلی او مسلکي کار بولي.

ښاغلی ظفر وايي چې د معتادینو درملنه د کارپوهانو او مسلکي خلکو تر څنګ، مالي امکاناتو ته هم اړتيا لري.

نوموړی وايي: "څوک چې معتاد شوي، د هغوی د نشې مخنيوی اسانه کار نه دی، دا ډېر تخنيکي کار دی، په دې کار کې باید ډېر تخنيکي خلک دخيل شي، دا د زور خبره نه ده، باید معتاد قانع کړل شي چې له دې لارې څخه راوګرځول شي، د معتاد په درملنه کې ته د معتاد له دماغ او فکر سره کار لرې چې دا ډېر ستونزمن کار دی، ډېر وخت نيسي او بل دا چې دا کار ډېر مالي امکانات هم غواړي، زه نه پوهېږم چې طالبان به په اوسني وخت کې مالي امکانات لري که يې نه لري."

که څه هم د امريکا متحده ايالتونو د ۲۰۲۱ ميلادي کال په لومړيو کې د معتادینو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې کمې کړې، خو د طالبانو تر دوهم ځل واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې تر اتيا ډېر مرکزونه فعال وو، اما څه دپاسه پنځو مياشتو راهيسې څلوېښت مرکزونه د مالي او تخنيکي امکاناتو نه درلودلو له امله تړل شوي دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
XS
SM
MD
LG