د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د دایکندي معتادین: د طالبانو د حکومت نظاميان مو وهي ډبوي


ارشيف
ارشيف

په دايکندي ولایت کې معتادین د طالبانو د حکومت د نظاميانو له چلند څخه شکايت کوي.

(۳۳) علي رضا د ځوانۍ پر مهال د کار لپاره ایران ته ولاړ او (۲۵) کلن و چې هلته لومړی په تاریاکو او وروسته په هيرويينو معتاد شو.

که څه هم ده افغانستان ته د راتلو پر مهال نشه پرې ایښې وه، خو دا چې په افغانستان کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېدل، دا کار د دې سبب شو چې علي رضا بېرته معتاد شي.

علي رضا د دایکندي په مرکز نيلي کې په يوه کنډواله کې پيتاوي ته پښې غځولي او شکايت کوي چې د طالبانو د حکومت نظاميان دوی وهي او د دې تر څنګ پيسې او مالونه هم په زور ځنې اخلي.

په دې شپو او ورځو کې ډېر ځوانان وهل شوي او ځورول شوي دي

علي رضا وايي: "په دې شپو او ورځو کې ډېر ځوانان وهل شوي او ځورول شوي دي، هر څوک راځي او یوه خبره کوي، يو وايي چې زه د نشه يي موادو د ادارې کارکوونکی يم، بل وايي زه د امنیت او بل بیا وايي چې زه د جنايي شعبې مامور یم. مشران يې خبر نه‌دي، خو دوی له ځوانانو څخه تيلیفونونه او بايسکلونه اخلي."

د نيلي په ښار کې يو بل معتاد حبيب الله ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت نظاميانو څو ځله ډبولی او پر دې سربېره يې پيسې، سامان او نشه يي مواد هم ځنې وړي دي.

حبيب الله وايي: "درې څلور ځله يې داسې وهلی يم چې مېرمنې به مې تر لاس نيولی تشناب ته بېولم. دلته وهل ډبول ډېر دي، د اسلامي امارت مشران نه‌دي خبر، خو د دوی ټيټ رتبه افراد راځي موږ وهي او پيسې راڅخه اخلي، ولا چې يوه ذره مواد هم درسره وي درڅخه وړي يې او لږ ګوښه يې خپله استعمالوي، که خبره ورسره کوې تر هغه دې ډېر وهي."

يو شمېر معتادان، ارشيف
يو شمېر معتادان، ارشيف

خو په دایکندي کې د امنيې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوید له معتادینو سره د نظاميانو د ناسم چلند په اړه د هغوی ادعاوي ردوي.

په دایکندي ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره تازه څلوېښت بستريز روغتون جوړ شوی دی.

د دې روغتون د چارواکو له‌خوا اعلان شوي شمېرې ښېي چې په دې ولایت کې د ماشومانو او ښځو په ګډون نژدې څلوېښت زره معتادین ژوند کوي، خو دا شمېرې د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر جمعه ګل یعقوبي وايي، له معتادینو سره ناوړه چلند او د هغوی ځورول د دې سبب کېږي چې د هغوی په زړونو کې عقدې پيدا شي او له ټولنې څخه ځانونه نور هم ګوښه کړي.

"اعتیاد جرم نه، بلکې يوه ناروغي ده، د معتاد سپکاوی او تعقيب اصلا نه دی روا

نوموړی وايي: "اعتیاد جرم نه، بلکې يوه ناروغي ده، د معتاد سپکاوی او تعقيب اصلا نه دی روا، موږ باید لومړی معتاد په دې پوه کړو چې له اعتیاد څخه د ژغورنې لاره د نشو پرېښودل دي. د معتاد په درملنه کې زور هیڅ مثبت اغېز نه‌لري."

معتادین داسې مهال د طالبانو د حکومت د نظاميانو د ناوړه چلند په اړه شکايت کوي چې د طالبانو حکومت تازه د معتادینو د ژغورنې په اړه د یوه پروګرام اعلان کړی دی.

د طالبانو حکومت وايي، چې د ژمي د سړې هوا له امله يې د معتادینو د ژغورنې لپاره له ښارونو څخه زرګونه معتادین راټول کړي او خوندي ځايونو ته وړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په دې خوندي ځايونو کې د معتادینو درملنه هم کېږي، خو یو کال کېږي چې د مالي ستونزو له امله د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې روغتيايي او داخل بستر خدمات کم شوي دي.
----------------------
راپور: منصور خسرو

XS
SM
MD
LG