د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

جوزيف بورل: د طالبانو له خپل‌منځي اختلاف بايد پر نجونو د محدوديت لرې کولو لپاره ګټه واخيستل شي


جوزيف بورل
جوزيف بورل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو د نا سم چلند له امله باید د دوی اوسنی سرپرست حکومت مجازات شي.

جوزیف بورل چې پرون یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې له ګډون او وینا وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دا مجازات باید په طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار د راوستو په پایله کې عملي شي، خو زیان یې باید افغانانو ته و نه رسېږي او نه هم دوی وځپل شي.

خو دا هم نه‌شو کولای چې افغان ښځې دوه ځله مجازات کړو.

هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو اوسنی چلند "جنسیتي اپارتاید" یا جوړښتي توپیر وباله.

نوموړي وويل: "په افغانستان کې، چېرته چې د طالبانو اوسنی رژیم "جنسیتي اپارتاید" عملي کوي، د زغملو نه‌دی. دا په ټوله معنا "جنسیتي اپارتاید" دی. موږ به د طالبانو سرپرست حکومت سره کار ته دوام ور نه‌کړو، خو دا هم نه‌شو کولای چې افغان ښځې دوه ځله مجازات کړو. یو ځل د طالبانو د پرېکړو له امله او دویم ځل زموږ د پراختیايي مرستو د کمېدو له امله."

جوزیف بورل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وروستیو کې د طالبانو د بېلابېلو مخالفانو له‌خوا له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې، د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو د لګولو له امله له افغانستان سره هر ډول مرستې بندې کړي.

خو طالبانو بیا ویلي، له افغانانو سره بشري مرستې باید د سیاست قرباني نه‌شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په خپل پروني کنفرانس کې د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه د طالبانو خپل‌منځي اختلاف ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د طالبانو مشر په دې عقیده دی چې، نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې نه‌شي، خو نور ډېر طالب مشران د دې فکر مخالف دي.

جوزیف بورل وايي، د طالبانو له همدې اختلاف باید ګټه واخيستل شي او فشار را وړل شي، څو په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي سخت بندیزونه لېرې شي.

ارشيف
ارشيف

خو طالبانو تل د خپلو مشرانو ترمنځ خپل‌منځي اختلاف رد کړی او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو د جوزیف بورل د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د فشار هیڅ تګ‌لاره پایله‌ نه‌لري.

نوموړی وايي: "د فشار وړاندیز ګټور نه‌دی، هیچا ته هم ګټه نه رسوي. ښه دا ده چې د تعامل او مثبت ډیالوګ لاره پرانيستې وي او ستونزو او تشویشونو ته د خبرو له لارې حل پیدا شي."

پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو پر کور دننه افغانان او نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې او د طالبانو د دې سخت دریځې کړن‌لارې د پای غوښتنه یې کړې، خو طالبانو بر عکس د نرمۍ پر ځای دا بندیزونه لا سخت او زیات کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG