د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه وشوه


يو شمېر طالب چارواکي، ارشيف
يو شمېر طالب چارواکي، ارشيف

د امريکا د استازو جرګې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه

یو شمېر افغان محصلانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د افغان نجونو او ښځو د ځپلو او د دوی پر زده‌کړو د بندیز له امله دې پر طالبانو سخت فشار راولي، څو د نوي تعلیمي او تحصیلي کال له پیل سره په افغانستان کې د دوی زده‌کړو ته زمینه برابره کړي.

د بدخشان پوهنتون محصله او مدني فعاله مریم رسولي ازادي راډیو ته وايي: "نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي او دا ډله باید هغه ډول چې، دوی په موږ ظلم کوي او موږ یې له زده‌کړو محرومه کړي یوو، نړیوالو بشري بنسټونو ته معرفي کړي. هر څه ژر د دوی د مجازاتو غوښتونکي یوو. زموږ غوښتنه دا ده چې په پسرلي کې دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي."

"نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي

دا افغان محصله داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس ویلي، هېواد یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې ماتې خوړلې او ویلي یې دي، دا ډېره کوچنۍ مسله ده چې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په برخه کې یوازې د طالبانو په ۸ غړو د ویزې محدودیت وضع شوی دی.

مایک مک‌کال د پنج‌شنبې په ورځ په یوه لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته یې لېږلی په طالبانو د سخت بندیزونو د نه لګولو له امله سخته نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې، څو د ده په خبره، د طالبانو پر وړاندې له دې امله چې افغان نجونو او ښځو سره غیرانساني چلند کوي، سخت عمل وکړي.

د ښاغلي مک‌کال په خپل لیک کې چې، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ویب‌پاڼه خپور شوی لیکلي، د طالبانو پر وړاندې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په برخه کې دې ډلې ته د امریکا متحده‌‌ایالاتو خاموشي وحشتناکه او ناکافي ده.

هغه په دې لیک کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځپلو، له زده‌کړو او کار یې د مخنیوي او د بشري حقونو د فعالانو نیولو ته په اشارې لیکلي: "له ټولو ډېر اندېښمنونکي همدا د ویزو د محدودیت تحریم دی چې یوازې د طالبانو د وحشتناکه کړنو پر وړاندې د جمهور رئیس بایډن له ژمنو سره سره لګول کېږي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نایره کوهستانۍ وايي، په طالبانو د امریکا اوسني فشارونه بسنه نه‌کوي او متحده‌ایالات باید د قدرت او عمل له لارې د همه‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره د خبرو زمینه برابره کړي.

د طالبانو له لوري پر افغان مېرمنو د محدوديت په غبرګون کې د يوې مېرمنې اعتراض، انځور - ارشيف
د طالبانو له لوري پر افغان مېرمنو د محدوديت په غبرګون کې د يوې مېرمنې اعتراض، انځور - ارشيف

د نایرې په خبره، ډېر وخت ضایع شوی او لږ فرصت شته چې په افغانستان کې دننه خلک د یوه بدلون شاهدان و اوسي.

نوموړې وايي: "که امریکا، جوبایډن یا هم امریکايي ډیپلوماټان خپل ځان مسوول ګڼي او که غواړي چې واقعا یو عملي کار وشي، یو داسې عمل دې وکړي چې د افغانانو لپاره اغېزمن وي. دا ډول فشارونه پایله نه‌لري، موږ ډېر څه غواړو. د بېلګې په توګه یو ټول‌ګډونه حکومت، داسې حکومت چې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شي."

طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د امریکا حکومتي چارواکو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر لیک ته د ځواب په توګه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې تل ویلي چې له افغان نجونو او ښځو سره ولاړ دي او له طالبانو یې غوښتي چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو عمل وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG