د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د افغانستان د لرې پرتو سیمو ځینې اوسېدونکي: کمو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لرو


ارشیف: د جوزجان په اقچه کې د یوه روغتیايي مرکز انګړ
ارشیف: د جوزجان په اقچه کې د یوه روغتیايي مرکز انګړ

د افغانستان د یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې متخصصو ډاکترانو، قابلو او روغتیايي خدماتو ته ډېر کم لاسرسی لري.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکی ګل احمد وایي، په دې ښار کې د ډاکترانو شمېر ډېر کم دی او ښځینه ناروغانې هم د ښځینه متخصصو او قابلو له کمښت سره مخ دي.

نوموړی وایي، د اړتیا له مخې خپل ناروغان نرسانو ته د درملنې لپاره بیایي.

ګل احمد ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په ولايتي روغتيايي مرکز کې د ګوتو په شمار ډاکتران دي. په ارزګان ولايت کې دوه يا درې نرسانې دي چې ډېرې کمې زده کړې يې کړي او روغتون ته د عملي کار د زده کړې لپاره راځي. په روغتون کې تجربه لرونکي ډاکتران نه شته چې موږ په ډاډه زړه خپل ناروغان ورته بوځو، موږ د اړتیا له مخې هغوی ته ځو."

د غور ولایت د لعل سرجنګل اوسېدونکی حکمت لعلي بیا وایي، که څه هم د دې ولایت روغتیايي مرکزونه ښه دي، خو د روغتیايي مرکزونو د لرې والي له امله په ژمي کې روغتیایي خدماتو ته د دوی لاسرسی ډېر محدودېږي.

لعلي وویل: "د ژمي په موسم کې زياتره سيمې روغتيايي مرکز ته د لاسرسي ستونزه لري. موږ شاهدان وو چې د تلخک او لعل په لاره کې يو ماشوم مړ شو، ولايتي چارواکو هم دا موضوع تاييد کړه. خلک د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له خدماتو بې برخې دي. په لعل سرجنګل کې داسې ډېرې سیمې شته چې له روغتیايي مرکزه لرې دي."

هغه زیاته کړه، پخوا به ګرځنده روغتیايي ټیمونو کار کاوه، خو اوس د لارو د ستونزو له امله دا ټیمونه ځینو سیمو ته نه شي تللای.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان نظر هم وپوښت، خو ده د دغه راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په کنترول کې د افغانستان طبي شورا د تېرې یکشنبې په ورځ له طبي برخې د فارغو شویو نارینه زده کوونکو د اګزیټ ازموینې پایلې اعلان، خو دغې شورا لا تراوسه د ښځینه فارغانو لپاره د یادې ازموینې د اخیستو دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

دې شورا تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د طبي برخې له ښځینه فارغانو به هم یاده ازموینه اخیستل کېږي.

خو یو شمېر افغان نجونې او ښځې چې د پوهنتونونو له طبي څانګو فارغې شوي او د اګزیټ ازموینې په شرایطو برابري دي مخکې یې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی د اګزیټ ازموینې ځنډېدو او نه ترسره کېدو ته اندېښمنې دي او د نجونو او ښځو د زده کړو او دندو اړوند د طالبانو حکومت تېرو پرېکړو ته په کتو وېره لري چې ازموینه به ترې وانه خلي.

XS
SM
MD
LG