د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د طبي شورا د اګزیټ ازموینې پایلې اعلان شوې خو د ښځینه وو له ازموینې خبر نه شته


د افغانستان طبي شورا
د افغانستان طبي شورا

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې د نارینه وو لپاره د طبي شورا د اګزیټ ازموینې پایلې اعلان کړې، خو د ښځینه وو د ازموینې په اړه لا هم کوم خبر نه شته.

شکریه د غزني ولایت اوسېدونکي او د اګزیټ ازموینه کې د ګډون غوښتونکې ده.

دا وایي، دې ازموینې ته یې ډېر چمتووالی نیولی، خو د طالبانو حکومت دا او سلګونه نورې نجونې په دې ازموینې که له ګډون محرومې کړي.

د شکریې په باور افغانستان ښځینه ډاکترانو ته ډېره اړتیا لري.

د دې په خبره، د روغتیا او طبابت په برخه کې د طالبانو حکومت دا دوه ګونی چلند د خلکو په ګټه نه دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان ښځو ته ډېره اړتیا لري او په ځانګړي ډول په طبي برخو کې. دا ښه کار نه دی چې له موږ ازموینه نه اخیستل کېږي. موږ بیا نه شو کولای کار وکړو. موږ ته د کار جواز نه راکول کېږي. د طبابت په برخه کې ښځو ته ډېره اړتیا ده."

شکیلا هم وایي چې دا او د ژوند ملګری یې دو کاله کېږي د اګزیټ ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړې زیاتوي د ژوند د ملګري د ازموینې پایلې یې معلومې شوې، خو دې تر اوسه ازموینه نه ده ورکړې.

دا د هرات ولایت اوسېدونکې وایي، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه او ناهیلې ده.

هغې زیاته کړه: "د ښځینه ډاکترانو د ازموینې موده یې شاته واچوله، زه خپله ډېره مایوسه شوم، ناهیلې شوم. زما د ژوند ملګری هم ډاکتر دی، امتحان یې ورکړ، پرون شپه مې د هغه د کامیابۍ خبر واورېده، هم خوشحاله او هم خپه وم، خپه ځکه چې ټاکل شوې وه، موږ دواړه یوځای ازموینه کې ګډون وکړو، خو اوس ناهیلې یم، زه فکر نه کوم چې له موږ به ازموینه واخلي."

د اګزیټ ازموینه د طبي رشتو د فارغانو د ارزونې لپاره اخیستل کېږي او له دې ازموینې پرته دوی نه شي کولای کتنځای یا معاینه خانه خلاصه کړي او یا هم د طبابت په برخه کې فعالیت وکړي.

د طالبانو په کنترول کې د باختر اژانس د خپرو کړو شمېرو پر بنسټ، چې د افغانستان د طبي شورا د سرپرست رییس ګل محمد عثمان په حواله یې خپرې کړې وې، لس زره تنو دې ازموینې لپاره نوملیکنه کړې وه.

د طالبانو حکومت د فبرورۍ په ۱۸مه له نارینه وو ازموینه واخیسته، چې په دې ازموینې کې ۷ زرو ۵۰ تنه ګډون کړی وو او پایلې یې هم اعلان شوې.

خو د طالبانو په کنترول کې د طبي شورا مسوولانو اعلان وکړ چې ۲۷۰۰ تنه ښځینه غوښتونکې به د طرزالعمل له نهايي کېدو وروسته ازموینه ورکړي.

د دغه طرزالمعل د څرنګوالي په اړه تر اوسه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د حکومت د اړوندو ادارو مسوولانو هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د ښځینه فارغانو د ازموینې د نېټې او د یاد طرزالعمل په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې داکټرانو سازمان د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې د ښځو د اګزیټ ازموینې لپاره هم نېټه وټاکي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG