د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د زېږون پرمهال د افغان ميندو مړينه په ډېرېدو ده


ارشیف: د کابل په ملالۍ روغتون کې یوه روغتیاپاله د ماشوم د پالنې پرمهال
ارشیف: د کابل په ملالۍ روغتون کې یوه روغتیاپاله د ماشوم د پالنې پرمهال

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې لسګونه زره قابلې وروزل شوې چې له کبله یې په اولاد د میندو او ماشومانو د مړینو شمېر په سلو کې ۶۰ کم شو.

په ۲۰۰۲ کې په هرو یولک میندو کې ۱۶۰۰ په اولاد مړې کېدې خو د تېرو شلو کلونو د هڅو په نتیجه کې د ۲۰۲۰ کال د سروې پر اساس دا شمېر په هرو یولک ښځو کې ۶۳۸ ته راټیټ شو.

خو اوس یو وار بیا د تېرو شلو کلونو دا بریا له لاسه په وتو ده ځکه یو شمېر قابلې د فشارونو له کبله د کار پرېښودو ته اړې شوې او تر ټولو بده دا چې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

ارشیف: په سرپل کې د قابلو د فراغت غونډې انځور - 25.Nov.2016
ارشیف: په سرپل کې د قابلو د فراغت غونډې انځور - 25.Nov.2016

د نرسانو او قابلو شورا اجراییه ريیسه او د مور په شیدو د تغذیې د تخنیکي کمېټې غړې هیلۍ غرشین د قابلو ستونزې تاییدوي خو وايي چې په تېرو کلونو کې نږدې ځلوېښت زره قابلې روزل شوې دي.

هغه زیاتوي: "موږ په افغانستان کې د قابله ګۍ په برخه کې ستونزې لرو ځکه چې لېرې پرتې سیمې دي، څه جغرافیايي مشکلات دي او څه کلتوري خو موږ په افغانستان کې تقریباً ۳۹ زره قابلې له پروګرامونو څخه فارغې لرو او همدا اوس په یوولسو دولتي طبي علومو انستیتیوتونو او ۱۵۸ خصوصي صحي مراکزو کې قابلې روزل کېږي. موږ پخوا په پروګرامونو کې د ټولنې د قابله ګۍ پروګرام درلود خو اوس هغه پروګرامونه ځنډول شوي دي. ولې تر ټولو مهمه دا ده چې که د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې پیل نه شي، د قابلو د روزلو بهیر به په ټپه ودریږي."

یو شمېر قابلې په اولاد د میندو د مړینو په زیاتېدو کې د کورنیو رول ته اشاره کوي وايي، هغه ښځې چې باید د ولادت لپاره په روغتون کې بستر شي، د کورنۍ مشران اجازه نه ورکوي او فکر کوي چې ډېرې ښځې په کورونو کې ماشوم زېږوي او له مشکل سره نه مخامخېږي خو هغوی په دې نه پوهیږي چې ټول ولادیتونه یو شان نه وي.

د رڼا په نوم د زابل یوه قابله وايي، په ۲۰۱۶ کې یې کار پیل کړ، هغه مهال به که کومې ښځې ته د سزاریان اړتیا پیدا شوه، په روغتون کې جراح ډاکتر و خو اوس ډېر لږ داسي ډاکتران موندل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG