د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

په بلخ کې اعتراض کوونکي: پر قابله‌ګانو برید مه‌کوئ، موږ سوله غواړو


په بلخ کې یو شمېر مدني فعالانو او قابلو د یو احتجاج په ترڅ کې پر روغتیايي مرکزونو د وسله‌والو بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

یادو احتجاج کوونکو چې شمېر یې لسګونه کسانو ته رسېده د بلخ په یوه خصوصي روغتیايي انسټټیوټ کې راټول او د ننګرهار پوهنتون د قابلګۍ پر روزنیزې څانګې د تېرې اوونۍ وسله‌وال برید یې وغانده.

اعتراض کوونکو وویل چې قابلې بې‌طرفه کسانې دي او باید دوی د ترورېستي اهدافو نښه ونه‌ګرځي.

اورانوس برنا د یادې احتجاجي غونډې یوه جوړونکې ده، هغه وايي چې هېواد ته د سولې د راتلو غوښتنه کوي او له وسله‌والو مخالفینو غواړي چې پر روغتیايي مرکزونو ترورېستي بریدونه بند کړي.

په بلخ کې اعتراض کوونکې
په بلخ کې اعتراض کوونکې

آغلې برنا وویل:

"د دولت له وسله‌والو مخالفینو غواړم چې پر صحي مرکزونو برید بند کړي، موږ قابلې بې‌طرفه کسان یو او هېواد ته د سولې د راتلو غوښتنه کوو، زموږ غږ باید واورېدل شي."

نیلاب نورزاد د بلخ ولایت په یوه روغتیايي مرکز کې قابله ده، هغه وايي چې دولت د روغتیايي مرکزونو د امنیت په خوندي ساتلو کې باید تر پخوا ډېره هڅه وکړي.

د نیلاب په باور د صحي مرکزونو کارکوونکې او قابلې بې‌طرفه کسان دي او په هېواد کې د جګړې دواړه لوري باید یادې مسئلې ته پام وساتي.

نورزاد یې په اړه زیاته کړه:

"دولت د صحي مرکزونو د امنیت د خوندي ساتلو مسئولیت لري او په دې برخه کې باید نهایت هڅه وکړي، ترڅو موږ ښه خدمات ترسره کړو."

اعتراض کوونکو د «موږ سوله غواړو او پر روغتیايي مرکزونو بریدونه بند کړئ» شعارونو په ویلو سره د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې د پای غوښتنه کوله.

احجاج کوونکو د ننګرهار پوهنتون د قابلګۍ پر روزنیزې څانګې د تېرې اوونۍ وسله‌وال برید د تکفیري ډولو کار وباله او ویې‌ویل چې عاملین‌یې پر اسلام او انسانیت خبر نه‌دي.

په ننګرهار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د حملې انځور
په ننګرهار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د حملې انځور

په ننګرهار ولایت کې د قابلکۍ پر څانګې له برید څلور ورځې تېرېږي، خو لا هم امنیتي ځواکونو د دې بريد د تحقیقاتو پایلې نه‌دي اعلان کړي.

په دغه حمله کې د چارواکو په وینا پنځه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG