د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

په افغانستان کې د ميندو مړينه کمه شوې ده


Afghanistan -- A woman takes care of her newborn baby at Cure International's hospital in Kabul, 08May2012
Afghanistan -- A woman takes care of her newborn baby at Cure International's hospital in Kabul, 08May2012
په افغانستان کې پر زيږون مړې کيدونکو مېندو او له ۵ کاله کم عمره کوچنيانو د مرګ شمېره را ټيټه شوې ده. دا موضوع د کوچنيانو د ژغورنې موسسه يا Save The Children په خپل کلني راپور کې خپره کړې ده.

د کوچنيانو د ژغورنې موسسه هر کال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د مېندو د وضعيت په هکله راپورونه خپروي چې؛ افغانستان په دې راپورونو کې د ۲۰۰۵م کال را په دې خوا شامل شوی دی.

د کوچنيانو د ژغورنې موسسې خپل د ۲۰۱۴م کال په راپور کې ۱۷۸ هېوادونه ذکر کړي دي چې؛ په کې د مېندو د ژوند لپاره تر ټولو غوره هېواد فنلېند دی او تر ټولو خراب هېواد سوماليا دی.

د دې راپور له مخې افغانستان دوه ځلې په دې هکله د لسو خرابو هېوادونو په لست کې راغلی و؛ خو اوس د دې ستونزي په هوارېدلو کې پرمختګ ليدل کيږي.

د کوچنيانو د ژغورنې موسسې په خپل کلني راپور کې ويلي دي چې؛ د کوچنيانو او مېندو په خونديتوب کې په افغانستان کې پرمختګ شوی دی؛ خو ځيني ستونزي اوس هم شته.

د کوچنيانو د ژغورنې مسسې د روغتيا او تغذيې د څانګې مشاور ډاکټر محمد اکبر ازادي راډيو ته ويلي دي چې؛ دا راپور له بېلا بېلو زاويو ته په پام کې نيولو سره جوړ کړ شوی دی. په دې کې د مېندو د مړيني شمېره، د کوچنيانو د مړيني شمېره، د نجونو او ښځو د تعليم او تربيې کچه، د کورنيو اقتصادي وضعيت او د هغوی عوايد او په سياسي پروسه کې د ښځو ونډه، شامل دي.

د ډاکټر سباوون په وينا د ښځو وضعيت د تېرو کلو په پرتله د توجه وړ خبره ده.

دی زياتوي، چې د دې پرمختګ وجه دا ده چې؛ په ليرې پرتو سيمو کې روغتيايي وسايلو ته لاس رسی ښه شوی دی؛ د روزل شويو قابلو شمېره زياته شوې ده، د ډاکټرانو او نرسانو شمېره زياته شوې ده او د واکسناسيون پوښښ هم زيات شوی دی.

ډاکټر سباوون وايي چې، د کوچنيانو د ژوند د ښه والي کچه لوړه شوې ده؛ خو د ماشومانو د زېږيدلو په وخت کې د مړيني شمېره اوس هم لوړه ده.

د ده په وينا په افغانستان کې مېندې او کوچنيان اوس هم له داسې وجوهاتو مري چې د وقايې له لاري يې مخه نيول کيدای شي.

ډاکټر سباوون په افغانستان کې د کوچنيانو او ښځو پر وړاندې روغتيايي چلينجونو په هکله وايي چې د روغتيايي اسانتياوي په ښارونو کې ډير دي او له نورو سيمو سره په نابرابره توګه وېشل شوي دي. بله ستونزه دا ده چې يوازې ۳۴ سلنه مېندي د ولادت په وخت کې له روزل شوي روغتيايي ماهر څخه استفاده کولی شي او تر ۶۰ سلنه زيات ولادتونه د يو ماهر په نه شتون کې تر سره کيږي چې، د ډاکټر سباوون په وينا په دې برخه کې هم ماهرين ډير کم دي.

د کوچنيانو د ژغورنې موسسه وايي؛ افغانستان اوس مهال له ۳۴۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ پورې قابلې لري په داسي حال کې چې ۶۵۰۰ قابلو ته ضرورت دی.

د کوچناينو د ژغورنې موسسه دا وړانديز هم کوي چې په روغتيايي سکتور کې د دولت بودجه بايد زياته شي چې او دا مهال صرف ۴ سلنه بودجه د ټول هيواد لپاره په دې سکتور کې کاريږي چې له هيڅ سره سمه ده.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG